غزني کې ۳۰۰ ښځو ته کورنۍ زرغونې خونې

غزنی
د عکس تشریح، په وروستیو کلونو کې د نویو لارو په کارونې سره په افغانستان کې د کرنې په برخه کې ښځو ته د بوختیا زمینه برابره شوې.
غزنی
د عکس تشریح، په غزني کې د کرنې او مالدارۍ ادارې ۳۰۰ مېرمنو ته زرغونې خونې جوړي کړې، چې په دې توګه اوس کولای شي د کال په هر فصل کې د خپل کور په انګړ او یا هم نژدې ځای کې د تازه سبو بوټي وکري.
غزنی
د عکس تشریح، دغه ښځې د خپل کورني اقتصاد پیاوړتیا کې اوس برخه اخلي.
غزنی
د عکس تشریح، د غزني ښار اوسېدونکې نادیه لومړی ځل وتوانېده چې د خپل کور لګښت له کرنیزې لارې پوره کړي.
غزنی
د عکس تشریح، نادیه اوس په هغه زرغونه خونه کې کار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ورته جوړه شوې. دا خپل ترلاسه شوي محصولات بازار کې هم پلوري.
غزنی
د عکس تشریح، د زرغونو خونو کښت له دې مخکې د افغانستان په فراه او هرات ولایتونو کې تر ډېره بریالي و.
غزنی
د عکس تشریح، زهرا یوه له هغوو ښځه ده چې په خپل کور کې زرغونه خونه یا ګرین هاوس لري.