افغان ځواکونو له طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بېرته نیولی

د افغانستان د شمال فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي، تېره شپه یې د افغان کوماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو طالبانو د بلچراغ ولسوالي نیولې او د دوو قومندانانو په ګډون یې ۲۲ طالب وسله وال هم وژلي دي.

د بلچراغ ولسوالي وړمه ورځ د مۍ اتمه، له افغان امنیتي ځواکونو سره تر درنې نښتې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې وه.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، د ولسوالۍ مرکز تصفیه شوی او اوس د ولسوالۍ په نږدې کلیو کې دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي .

ځايي چارواکي وايي، د بلچراغ د نیولو پر مهال یې د وسله والو طالبانو پر مرچلو هوايي بریدونه هم کړي دي .

خو د فاریاب د ولایتي شورا معاون صبغت الله سېلاب وايي، افغان کمانډو ځواکونو د بلچراغ ولسوالۍ مرکز له جګړې پرته نیولی او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ښاغلي سېلاب په خبره، تر اوسه هم د ولسوالۍ د مرکز چار چاپېره نښتې روانې دي:

"طالبانو له جګړې پرته ولسوالي پرې ایښي او هیچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

د فاریاب د بلچراغ ولسوالي د سرپل له درزاب ولسوالۍ سره، چې په شمال کې د داعش مرکز ګڼل کېږي، ګډه پوله لري.

دغه ولسوالي همدارنګه د سرپل له کوهستانات او د فریاب له پښتون کوټ ولسواليو سره نښتې ده. ځايي سرچینې وايي، که بلچراغ ولسوالي د مخالفانو لاس ته ولوېږي، نو د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونه ناامنولی شي.