تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان شمال کې اوه هندي انجنیران تښتول شوي
په کابل کې د هند سفارت او د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي، شمالي بغلان ولایت کې د انرژۍ برخې اووه هندي انجنیران تښتول شوي.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع بي بي سي ته ویلي، دغو هندي انجنیرانو د برېښنا په برخه کې کار کاوه، چې د یکشنبې په ورځ (غویی ۱۶مه) په یوه موټر کې د سفر پرمهال د نا پېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول.
له دوی سره یو افغان چلوونکی هم تښتول شوی.
په کابل کې د هند سفارت منلې ددوی انجنیران، چې له برېښنا شرکت سره یې د برېښنا برخه کې کار کاوه، تښتول شوي.
د هند سفارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، دا مهال تر ۱۵۰ ډېر هندي انجنیران او تخنیکي کارپوهان د افغانستان بېلابېلو برخو لویو بنسټیزو پروژو کې کار کوي.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، د دغو هندي انجنیرانو د خوشي کېدو هڅې پیل شوې دي.
تر اوسه کومې ډلې ددغو هندي انجنیرانو د تښتولو مسؤولیت نه دی منلی.
وړاندې هم افغانستان کې هندي کار کوونکي تښتول شوي دي. په ۲۰۱۶ کال یوه هندۍ کارکوونکې کابل کې وتښتول شوه، چې ۴۰ ورځې وروسته بېرته خوشې شوه.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې يو بل هندی چې اليکسس پرم کما نومېده په هرات ولايت کې تښتول شوی و، چې د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ مياشت کې خوشی شو.
همدا ډول په ۲۰۰۳ کال کې د ساختماني برخې دوه هندي کارګر تښتول شوي وو، چې بيا وروسته ازاد شول.
هند سيمه کې د افغانستان يو لوى دوست بلل کېږي چې تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره سترې مالي مرستې کړې، چې کچه یې نژدې دوو میلیاردو ډالرو ته رسېږي.