یونیسکو: د افغان خبریالانو د خوندیتوب هڅې به دوه برابره کړو

د عکس سرچینه، AFP
په افغانستان کې خبریالانو ته تر درنې مرګ ژوبلې اوښتو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښوونیزې او فرهنګي ادارې "یونیسکو" د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د خپلو هڅو دوه برابره کولو ژمنه وکړه.
ملګرو ملتونو سږکال د مې درېیمه یا د رسنیو نړیوالې ورځې شعار (پر واک څارنه) ټاکلی دی، چې تر همدې شعار لاندې به رسنۍ، عدالت او حاکمیت په نړۍ کې لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریش د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت له حکومتونو غوښتې چې د بیان ازادۍ ملاتړ وکړي او د خبریالانو امنیت ساتنې ته جدي پام وکړي.
په افغانستان کې د رسنیو نړیواله ورځ له خپلې ټاکلې نېټې یوه ورځ مخکې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې یوازې په تېره میاشت کې ۱۱ خبریالان ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول.
د رسنیو نړیوالي ورځې په مناسب جوړو شويو مراسمو ته د ملګرو ملتونو ښوونیزې او فرهنګي یونیسکو استازي جان مووي ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د خبریالانو امنیت ساتنې په برخه کې خپلې هڅې دوه برابر ډېري کړي:
"د تېر اپریل پر ۳۰ د کابل په یوه خونړي برید کې ۹ خبریالان او ملکي مرستندویان ووژل شول، وروسته په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه له غرمې وروسته ترور شو، د اپرېل پر ۲۵ په کندهار کې خبریال عبدالمنان ارغند ووژل شو. یونیسکو د ملګرو ملتونو په اډانه کې د خبریالانو د خوندیتوب، د هغوی د پوهاوي او وړتیا لوړولو په برخه کې یو لړ پروګرامونه لري. یونیسکو د حاکمیت د ټینګښت او د افغانستان قوانینو ته په پام سره له افغان حکومت، خبریالانو او عامو خلکو سره په ګډه کار کوي. پر خبریالانو تر وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته، یونیسکو یو ځل بیا له خبریالانو سره د مرستې ژمنه تازه کوي او په دې برخه کې به خپلې مرستې دوه برابر کړي."
بل خوا، افغان حکومت وايي د خبریالانو امنیت ساتنې ته ژمن دی، خو د رسنیز ادارو له مشرانو هم غواړي چې د خپلو خبریالانو د خوندیتوب په موخه دې جدي ګامونه واخلي. د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند شاه حسین مرتضوي:
"د مطبوعاتو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځو چې حکومت، خلک او رسنۍ د شهیدو شوو خبریالانو غم ته ناست دي. حکومت د خبریالانو د امنیت ساتنې په موخه د هغوی لپاره د خوندیتوب تګلاره بشپړه کړې ده او اوس د ګډې کمېټې او د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال په مشرۍ عملي کېږي. همدا ډول حکومت د رسنیو له ادارو تمه لري چې د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو د حقونو، د کاري قرارداد، کاري مخینې، بیمې، تقاعد او نورو اړوندو مسایلو په تړاو له کار او ټولنیزو وزارت سره په ګډه کار وکړي."

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په سر کې راځي. د رسنیو نړیوالې ورځې لمانځلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د حکومتي ویاندړیانو او رسنیو د برخې مشرانو خبرې ظاهراً له یو بله له ګیلو ډکې وې. د خبریالانو خوندیتوب کمېټې اجرائیه مشر صدیق الله توحیدي په وینا په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي:
"هر حکومتي چارواکي څو شخصي ساتونکي لري. له وزیرانو نیولې، بیا د حکومت مهم چارواکي چې شاید د پېښو په ځای کې کم حاضري شي، خو خبریالان هېڅ ډول خوندیتوب نه لري. زموږ خبریالانو او نورو هېوادوالو توپیر دا دی کله چې چاودنه یا ځانمرګی برید وشي که روغ وي، هغوی هڅه کوي خپلو کورونو ته ځي، خو خبریالان په پوره چټکتیا سره د پېښې ځای ته د راپور چمتو کولو لپاره ورځي، نو له حکومته غواړو د ټولنې د دې سرسپارلې [سرتېرې] ډلې امنیت ته جدي پام وکړي."
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۶ کاله هر کال په منخني ډول ۳ خبریالان وژل کېدل، په ۲۰۱۷ دا شمېر ۲۲ ته لوړ شوی، خو په ۲۰۱۸ کال یوازې تېره اونۍ کندهار، کابل او خوست ولایتونو کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲۰۱۸ کال په راپور کې افغانستان د رسنیو ازادیو په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۱۸ ځای کې یاد کړی دی، چې د تېر پرتله یې دوه درجې مخکې ته تللی دی خو د همدې ټولنې د ۲۰۱۷ کال په راپور کې افغانستان یوه له هغوو درو هېوادونو دی چې د خبریالانو لپاره خطرناک یاد شوي وو.












