د خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ
احمد شاه د بي بي سي پنځم کس و، چې د افغانستان جګړو کې خپل ژوند بايلي. ميرويس جليل په ۱۹۹۴ کال کې کابل کې، عبد الصمد روحاني ۲۰۰۸ کال هلمند کې، احمد امېد خپلواک ۲۰۱۱ کال کې اروزګان کې، او محمد نذیر د بي بي سي ګاډی چلوونکی و، چې تېر کال د زمبق څلورلاري ټانکر چاږدنه کې ووژل شو. افغانستان د خبريالانو لپاره نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېواد بلل کېږي. د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د نورو لارو چارو په اړه دلته په سټوډیو کې راسره زما همکار وحید مسعود چې د بي بي سي کابل دفتر پخوانی مشر وو او افغان خبریال میرویس افغان دي.