د افغانستان ختیځ کې یو امریکایی پوځي نښته کې وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي، د هېواد په ختیځ کې یو امریکایی پوځي له وسله والو سره په نښته کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
امریکايي ځواکونه وايي، په دې نښته کې ځينې افغان سرتېري هم وژل شوي او ټپیان شوي، خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
د امریکايي ځواکونو له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې د نښتې دقیق ځای نه دی ښودل شوی، خو وايي د ټپي شوي امریکايي پوځي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه د خپلو سرتېرو یا د امریکايي پوځي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.





