خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه وژل شوی

د بي بي سي سیمه ییز خبریال احمد شاه د نامالومو وسله والو له خوا نن خوست ښار کې ووژل شو.
د بي بي سي مشر جیمي انګوس په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي، دا یوه غمجنه پېښه ده چې نن ګهیځ په خوست ولایت کې د بي بي سي د یوه خبریال مړینه تاییدوي:
"په ډېرې خواشینۍ سره بي بي سي د خپل خبریال احمد شاه مړینه تاییدوي. دا یوه زړه بوږنوونکې ضایعه ده او زه د احمد شاه ملګرو او کورنۍ او د بي بي سي له افغانستان برخې سره خپله غمشریکي ښیم."
پر احمد شاه نن ګهیځ د نا پېژاندو وسله والو له خوا برید شوی او د سیمه ییزو خلکو له خوا روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.
احمد شاه ۲۹ کلن و چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې له بي بی سي سره کار کاوه.
د خوست امنیه قومندان عبدالحنان بي بي سي ته وویل، پر احمد شاه د خوست ښار څنډو مندوخیلو سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ډزې شوې.
هغه وویل، پولیس دا مهال د دغې پېښې څېړنه کوي او تر اوسه د برید اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
برید په سوېل ختیځ خوست ولایت کې نن (دوشنبه، اپریل ۳مه) ګهیځ مهال شوی.
طالبانو ویلي، د احمد شاه وژل کېدل له دوی سره کوم تړاو نه لري.
په ورته وخت کې نن سهار د پلازمېنې کابل په زرغونه سیمه شش درک کې چاودنه وشوه، چې له چاودنې ۱۵ دقیقې وروسته بل ځانمرګي برید د کورنیو او بهرنیو رسنیو د ۹ خبریالانو په ګډون لږترلږه ۲۵ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
د دغه برید مسؤولیت "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې منلی دی.









