طالبانو د کابل او څلورو نورو ولايتونو برېښنا پرې کړه

افغانستان

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، افغانسان خپله د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، بغلان کې د نړول شوو ستنو له امله د ازبکستان او تاجکستان ټوله ۳۰۰ میګاواټه برښنا پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت په خبره د دولت مخالفو وسلوالو د بغلان ولایت د "کرکر" سیمې په ۲۲ کیلو مترۍ تېره شپه ۲ بجې د چاودېدونکو توکو د ځای پرځای کولو په مرسته د برېښنا دوه پایې الوځولي دي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د برېښنا دغو ستنو ته د حکومت تر واک لاندې سیمه کې چاودنه ورکول شوې او په خبره یې د دوی کارکوونکي یې پر بیارغولو لګیا دي.

ښاغلی توحیدي وایي چې اوس کابل کې یوازې د نغلو، سروبي او ماهیپر ۹۰ میګاواټه حرارتي او داوبو برېښنا شته چې دوی یې په نوبت سره د ښار بېلابېلو سیمو ته رسوي.

د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع بیا وایي، امنیتي ځواکونه د نړول شوې ستنې په سیمه کې دي او د برېښنا کارکوونکو ته یې د بیارغولو خوندي فضا برابره کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، دوی د دې لپاره په کابل او نورو ولایتونو برېښنا پرې کړې چې د ده په خبره چارواکو په بغلان او کندوز کې د دوی ترکنټرول لاندې سیمو باندې برېښنا درولې ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، DABS

د عکس تشریح، چند روز قبل نیز پایه های برق وارداتی در ولایت قندوز در شمال شرق افغانستان توسط نیروهای شورشی منهدم شدند

مجاهد وایي، یوه اونۍ وړاندې يې کندز کې د برښنا مزي پرې کړل او کله چې د چارواکو له خوا د دوی د غوښتنې په اړه کوم ګام پورته نه شو، نو بغلان کې یې په ورته کار لاس پورې کړ.

برېښنا شرکت بیا وایي، دوی ژمن دي چې ټولو سیمو ته برېښنا ورسوي.

مدني فعال عزیز رفیعي بیا د ټولنیزعدالت نه ټینګښت یوه ستونزه بولي، خو وایي طالبان د برېښنا له پرې کولو سیاسي موخه لري، چې هغه پر حکومت فشار راوړل دي.

ښاغلی رفیعي وایي، په تیرو حکومتونو په ځانګړې توګه د کورنیو جګړو پر مهال مجاهدینو د برښنا په پرې کولو پر کابل فشار راووست.

د نوموړي په خبره، د برېښنا پرې کول فابریکو، روغتونونو، ښونځیو او نورو عامه ځایونو ته لوی ګواښ دی او حکومت یې باید خوندیتوب ته ګامونه پورته کړي.

طالبانو څه باندې دوه کاله وړاندې هم د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د برېښنا ستنه نړولې وه چې رغیدو یې څو اونۍ وخت وغوښت.

برښنا شرکت وایي، د برېښنا ستنې او مزي په اسانه زیانمنیدی شي او دوی یې د خوندیتوب لار د امنیتي ځواکونو او خلکو مرسته بولي.

د برېښنا شرکت مسوولین تل دا خبره کوي چې د وسلوالو مخالفینو له لوري د برېښنا پایو ته د اوښتي زیان د حل لپاره به په هر ولایت کې د برېښنا د تولید کار پیل کړي چې د پنځو کلونو په موده کې به پشپړ شي.

د لمر د وړانګو په مرسته د برېښنا تولید د دې پروژو ستره برخه ده

افغانستان د اړتیا وړ پوره برېښنا نه لري، له همدې امله وارداتي برېښنا ته اړتیا لري.