د ښار پر برېښنايي صندوقونو کلاسیک شعرونه

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
- Author, مرزا اې بي بیګ
- دنده, بي بي سي ډیلی
د مشهور هندي شاعر مرزا اسدالله خان غالب یوه مینه وال د دغه هېواد لویدیځ بنګال مرکزي ښار کولکته یوه سړک پر دیوالونو او ان د برېښنا پر ټرانسفارمرونو د غالب شعرونو ته د انځور ګرۍ بڼه ورکړې. دغه سړک ته له مخکې د مرزا غالب واټ نوم ورکړل شوی.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
دغه انځور ګر چې د غالب شعرونه یې په انځوریزه بڼه کښلي، مدور پتهریا نومېږي. نوموړی وايي، د سړک غاړې ته ولاړ برېښنايي صندوقونه ډېر بدرنګ معلومېدل او د یوه سوداګریز اعلان له لیدو وروسته ورسره فکر پیدا شو، چې پر دغو صندوقونو باید د غالب بیتونه ولیکي.
ښاغلی پتهریا وايي د برېښنا ادارې یې طرح خوښه کړه او کار یې پیل کړ. د نوموړي په خبره پاک واټ نه یې کار پیل کړ او وروسته غالب واټ ته ورسېد. نوموړی وايي، غالب کولکتې ته د سفر پر مهال ښايي له دغه سړکه تېر شوی هم نه وي، خو د ښار مرکزي برخه کې د دغه لوی شاعر نوم یوه سړک ته ورکول مهمه چاره ده.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
نوموړی وايي، دغه ښار د کولکتې استازیتوب کوي او د ښاري کولتور عکاسي کوي او نوموړي پکې هر لور ته د غالب بیتونه هم ولیکل. مدور پتهریا وايي:
د برېښنايي میټرونو دغه صندوقونه اوس زموږ د کلتور استازیتوب کوي.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
نوموړی وايي، د غالب شعرونو کې نوې معنا ویني او د کوڅې اوسېدونکي کولای شي، د غالب بیتونو په هنداره کې ځانونه وویني.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
مدور پتهریا پر خواله رسنۍ واټس اپ یو ګروپ هم لري او مینه والو یې د دغو تصویرونو هرکلی کړی دی. یوه کاروونکی عرفان علي مرزا پر دغو تصویرونو خپله تبصره کې کښلي: مدور صاحب که دغسې روان وې، هغه ورځ لرې نه ده، چې د غالب دیوان به د کولکتې پر سړکونو ووینو.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
نوموړی وايي، د یوه صندوق پر رنګ او انځورګرۍ ۲۶۰۰ روپۍ لګښت کېږي، چې دی یې له خپله جیبه ورکوي او خوښي محسوسوي.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
د ګروپ یوه مینه وال ابهې پهنډس وايي، دا ډېر عالي فکر دی، چې په ښه توګه عملي شوی دی او د هر بیت په انتخاب کې له دقته کار اخیستل شوی دی. مدور د مدر ټرېسا، سبهاش چندربوس، ایس ډي برمن لویې بینک په ګډون د یو شمېر مشهورو شخصیتونو تصویرونه هم پر برېښنايي بکسونو کښلي دي.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya
ګواکې د برېښنايي میټرونو وراسته صندوقونه ورته د انځورګرۍ پاڼې دي او دی د کولکتې او هند د کولتور یو عیني شاهد.
.








