تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل: د پرلت کېږدۍ ته څېرمه چاودنه شوې
د افغان پلازمېنې کابل حضوري چمن سيمه کې د کوزې پښتونخوا د پښتنو د حق غوښتنې په ملاتړ د راپورته شویو کسانو د پرلت کېږدۍ تر څنګ چاودنه شوې.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي بي بي سي ته وویل، دا یو مقناطیسي ماین و او د چاودنې په پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.
په دې پېښه کې د زاهدالدین په نوم یو ځوان وژل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د کابل پر پرلتوالو برید غندلی دی:
"چې کابل کې کوم پرلت روان و، په هغه برید غندم، الله دې د شهید شوي کس شهادت قبول کړي."
عيني شاهدان وايي، ماین د حضوري چمن په کټاره کې ځای پر ځای شوی و.
احسان الله درمل چې د پېښې پر مهال په غونډه کې و، بي بي سي ته وویل، چاودنه د حضوري چمن شمال، غازي اسټډیم لورته له ځايي مهال سره سم نژدې شپږ نیمې بجې وشوه.
یوه بل عيني شاهد او د دغه پرلت ملاتړي فدامحمد باران بي بي سي ته وویل، نن ماښام په کېږدۍ کې دننه ویناوالو خبرې کولې چې د لومړي ویناوال د خبرو له پېلېدو سره يې د چاودنې غږ واورېد.
ښاغلی باران وايي، چې ټولو یوخوا بلخوا منډې کړې او څو کسان يې په ټپي حالت کې پر ځمکه پراته ولیدل چې ځينې يې روغتون ته یوړل شول.
د کابل پرلت له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهيسې د منظور پشتين په ملاتړ په کابل کې دوام لري.