تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت د افغان ـ ترک ښوونځیو مدیریت ترکیې ته وسپاره
د افغانستان حکومت نن په رسمي ډول د افغان - ترک ښوونځیو د مدیریت چارې د ترکیې حکومت ته وسپارلې. د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا ټینګښت پر لور ښه ګام بولي.
د ترکیې د پوهنې وزیر ژمنه کړې چې د افغان - ترک ښوونځي به د کیفیت او کمیت له پلوه لا ښه شي، خو وايي کوم کسان چې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي له دغو ښوونځیو ایستل کېږي.
د ترکیې لخوا تر دوو کلونو پرلپسې فشارونو او غوښتنو وروسته د افغانستان حکومت د افغان - ترک ښوونځیو د مدیریت چارې له چاغ ایجوکیشنل موسسې د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارلې.
دواړو لوریو نن په کابل کې د دغه لېږد لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان حکومتي چارواکي وایي؛ د اقتصاد، پوهنې، بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو، د امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست یوه ګډ کمېسیون دا پرېکړه کړې ده.
د پوهنې وزارت سرپرست ابراهیم شینواري، دا پرېکړه د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو ارزښت ته په پام شوې او د افغان - ترک موسسې ټول اسناد، وسایل او تاسیسات به د ترکیې حکومت ته وسپارل شي.
د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت یلماز د زده کوونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د افغان - ترک ښوونځیو ظرفیت به لوړ شي او د فیس کچه به یې هم راټیټه شي. ورسره به ۱۰ سلنه بېوزله شاګردان له فیس ورکولو معاف شي.
ښاغلي یلماز وویل، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.
افغان - ترک په افغانستان کې له بریالیو ښوونځیو ګڼل کېږي چې په عصري تدریسي نصاب او تعلیمي وسایلو سمبال دی.
د ترکیې سیاسي جنجالونو پر دغې تعلیمي موسسې سیوری وغوړاوه او د انقرې ټینګار دا و چې کابل د دغو ښوونځیو مدیریت وروسپاري، خو دا غوښتنه له هماغه پیله د افغان - ترک د زده کوونکو د کورنیو له مخالفت سره مخامخ شوه.
نن دوشنبه یو ځل بیا د افغان - ترک ښوونځیو د زد کونکو د والدینو کمېټې د حکومت پر پرېکړې اعتراض وکړ. د دغې کمېټې مرستیال فضل احمد معنوي د دولت دا پرېکړه غیر قانوني وبلله.
هغه وویل دې کمېتې په ځلونو غږ اوچت کړ او له حکومت نه د عدالت غوښتونکي شول خو هېچا یې غږ وا نه ورېده. د زده کوونکو د والدینو د کمیټې غړي ټینګار کوي چې د حکومت دا پرېکړه نه مني او پر واړندې یې درېږي.
اوس مهال په افغانستان کې د افغان-ترک ۱۲ ښوونځي فعال دي او شاوخوا اته زره نجونې او هلکان پکې زده کړه کوي.
دغو ښوونځيو له تېرو ۲۳ کلونو راهیسې د یوه ترک سیاستوال فتح الله ګولن په ملاتړ فعالیت کاوه، هغه څوک چې ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال ناکامې کودتا په طرحه کولو تورن دی.
افغانستان کې د ترکیې پراختیایي بنسټ یا تیکا وویل، د دغو ښوونځیو فعالیت ترهګریز ماهیت لري او په همدې دلیل یې د افغانستان له حکومت نه د افغان ترک ښوونځیو منحلولو غوښتنه وکړه.
د دغو ښوونځیو څلور ښوونکي دوې میاشتې وړاندې ونیول شول او له څو ورځو وروسته بېرته خوشي شول، خو لا هم د د ترکیې دوه اتباع په کور کې نظربند دي.