د افغان-ترک ښوونځیو تړلو لانجه د څه له کبله ده؟

په افغانستان کې د افغان - ترک ښوونځیو چارواکي واييو څلور ښوونکي یې، چې درې ترکي او یو افغان دی، د سې شنبې په ګهیځ (لیندۍ ۲۱مه) کابل کې تري تم شوي دي.

ددغو چارواکو په وینا، د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکي په همدې ورځ د کابل تایمني سیمه کې د افغان - ترک د نجونو پر یوه ښوونځي ورننوتل.

دا یو کمساری ګام ګڼل شوی. وړاندې په افغانستان کې د جهان- ترک د پراختیایۍ او همکارۍ اژانس (ټیکا) ویلي وو، دغه ښوونځي "ترهګریز وزمه" فعالیت کوي او له کابله یې د دغو ښوونځیو د تړلو غوښتنه کړې وه.

د ترکیې دولت هم له څه مودې راهیسې د افغان - ترک ښوونځیو د تړلو هڅه کوي.

د افغان - ترک ښوونځیو د تړلو خبره کله رامنځ ته شوه؟

په ترکیه کې د ۲۰۱۷ کال تر ناکامې کودتا وړاندې افغانستان کې د افغان - ترک ښوونځیو د فعالیت په اړه کومه خبره نه وه رامنځ ته شوې.

د ۲۰۱۷ کال جولای کې تر ناکامې کودتا وروسته ترکیې فتح الله ګولن د کودتا په سمبالولو تورن کړ، ترکي دولت په افغانستان کې ددغو ښوونځیو د تړلو غوښتنه وکړه.

د فتح الله ګولن ګوند د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې کلتوري او ښوونیز پروګرامونه لري چې افغانستان کې افغان - ترک ښوونځي د ګولن د بنسټ له لوري مخته بېول کېږي.

د ۲۰۱۷ کال مارچ میاشت کې ترکیې له افغان دولت نه وغوښتل چې دغه ښوونځي وتړي.

په نورو هېوادونو کې هم ترکي دولت له اړوندو حکومتونو د فتح الله ګولن د بنسټ له لوري اداره کېدونکې دا ډول ښوونځي تړل غواړي.

د افغان دولت غبرګون

افغان دولت وویل، ولسمشر غني ددغو ښوونځیو د پاتې کېدو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په پلمه یو پلاوی ټاکلی دی.

افغان ترک ښوونځی ۲۲ کاله وړاندې په لومړي ځل د افغانستان شمالي شبرغان ښار کې جوړ شو او اوس په جوزجان، بلخ، کابل، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۲ افغان - ترک ښوونځي شته.

په افغان - ترک ښوونځیو کې په ترکي او انګلیسي ژبو فزیک، کیمیا، بیولوژي، چاپېریال پېژندنه او ریاضي تدریسېږي.

افغان ښوونکي پکې په دري او پښتو ژبو دیني علوم، تاریخ او جغرافیه په پښتو ژبو تدریسوي. دا ښوونځي ۲۵۲ ترک او افغان ښوونکي لري. زده کوونکي یې تر اتو زرو پورې رسېږي.