تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال بانک: افغانانو ته دې په بهر کې د کار زمینه برابره شي
نړیوال بانک وړانديز کړی چې په افغانستان کې د بېکارۍ او د کاري فرصتونو د کمښت له کبله ښایي لا ډېر ځوانان هېواد پرېښودو او په نوره نړۍ کې د کډوالۍ ژوند ته زړه ښه کړي.
د دې بانک لخوا په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې هر کال کابو څلور لکه کسان تر زده کړو وروسته د کار موندنې چاره پيلوي، خو له دې ډلې تر نیمایي هم کم کسان کار مومي.
نړیوال بانک په دې راپوټ کې افغان حکومت ته وړانديز کړی چې له قانوني لارو دې افغانانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د کار زمینه برابره کړل شي.
د دې بانک په وینا، پر نا امنۍ سربېره اوس کمزوری اقتصاد هم د افغانانو د کډوالۍ لوی لامل دی.
یاد بانک پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او وړاندوینه کوي چې په راتلوونکو کلونو کې د اوس په پرتله بهرنیو هیوادونو ته د افغان کډوال په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راتلی شي.
نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، هغه افغانان چې په بهر کې د کډوالۍ ژوند کوي، هر کال دومره پیسې خپلو کورنیو ته استوي چې د افغانستان د ناخالص تولید ۱،۷ سلنه جوړوي.
په دې رپوټ کې همدا رنګه راغلي، یو شمېر هیوادونو په بهر کې خپلو مسلکي اتباعو ته د کار موندې لپاره ځانګړي پلانونه او تګلارې جوړې کړي او له همدې سره یې د اتباعو عواید په لږ وخت کې څو برابره ډېر شوي دي.
په دغه اوږد رپوټ کې راغلي، په افغانو کورنیو کې ۱۶ سلنه داسې دي چې یا یې خپله کډوالي تجربه کړې یا هم د کورنۍ کوم غړی دا مهال په نوره نړۍ کې کډوال دي.
کډوالي په څو تېرو لسیزو کې په افغانستان کې یوه مهمه موضوع پاتې شوې.
لوی لاملونه یې جګړې او سیاسي شخړې، بېوزلي، د خوراکي توکو نه خوندیتوب یا کمښت، طبیعي پیښې او یو لړ نور ټولنیز او اقتصادي کړکېچونه ګڼل کېږي.
اوسمهال نږدې ۴.۸ میلیونه افغانان له هېواد بهر د کډوالۍ ژوند کوي چې ډېری یې په پاکستان او ایران کې اوسيږي.