تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د افغانستان لخوا د سپارل شويو اسنادو ارزونه کوو
پاکستاني چارواکو ویلي، د افغان حکومت له خوا د ورسپارل شویو اسنادو ارزونه یې پیل کړې ده. دغه چارواکي چې نن( فبرورۍ ۳ مه) کابل ته تللي و، په دې سلا شوي چې د افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون لپاره به د فبرورۍ په نهمه او لسمه په اسلام اباد کې جرګه کېږي.
افغان چارواکي وایي، پاکستاني پلاوی کابل ته د دوو موخو لپاره راغلی و، لومړی د دواړو هېوادونو د سولې او پیوستون لپاره د ګډ پلان د کار او دویم د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه د اندېښنو ځوابولو ته.
دغه ګډ پلان چې له مخې به یې څو کاري ډلې جوړیږي، شاوخوا دوې میاشتې وړاندې په چین کې د کابل، اسلام اباد او بیجینګ په درې اړخیزه غونډه کې ومنل شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، د پاکستاني پلاوي مشري د هغوی دبهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوع کوله او ورسره د هغه هېواد د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي هم وو.
ښاغلی مستغني وایي، دغه پلاوي وویل چې د وروستیو بریدونو په تړاو د افغان لوري له خوا د ورسپارل شویو اسنادو ارزونه یې پیل کړې ده.
د نن ورځې د غونډې په پیل کې افغان لوري پر دې ټینګار وکړ چې پاکستاني پلاوی باید د ورسپارل شویو اسنادو او له هغوی سره د شریکو شویو اندیښنو په اړه ځواب ووایي، کوم مسائل چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د افغانستان کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر هغوی ته سپارلي وو، هغوی وویل، ورسپارل شوي اسناد یې ترلاسه کړي او ارزونه یې پیل کړې ده.
شکیب مستغني وایي، پاکستاني لوري دا هم منلې چې افغان لوری ورسره په څېړنو کې ور ګډیدلای شي. د ده په خبره پاکستاني پلاوي ویلي، د ترهګرو پر وړاندې یې ګامونه اوچت کړي او که د اسنادو له ارزونې وروسته نورو ګامونو ته اړتیا پیښه شي، وابه یې خلي.
کابل ته راغلی پلاوی له افغان چارواکو سره په دې سلا شوی چې یوه اونۍ وروسته یا د روانې فبرورۍ میاشتې په نهمه او لسمه به په اړوندو مسائلو په اسلام اباد کې جرګه کېږي.
افغان حکومت له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته بیا له پاکستان سره سیاسي راشه درشه پیل کړې.
پخوا پنځه ځله دواړو هیوادونو د سولې په اړه د امریکا او چین داستازو په حضور کې غونډې کړې وې، خوکومه پایله یې نه وه ورکړې.
دا ځل افغان چارواکي هیله من دي چې پاکستان به عملي همکارۍ ته غاړه کېږدي. د دوی ډاډ د پاکستان پر وړاندې د امریکا د جدي دریځ پر بنسټ دی.
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسویلي اسیا په اړه خپله ستراتیژي کې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هیواد بللی او ترې غوښتي دې چې د دغو اورپکو ډلو پر وړاندې چټګ ګامونه پورته کړي.
افغان حکومت هیله من دی چې پاکستان به دا ځل عملي همکارۍ وکړي، ځکه د دوی په باور، د پاکستان ژمنې د سیمې او نړۍ او په تیره بیا امریکا له خوا څارل کېږي.