تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستانی پلاوی کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي
يو لوړپوړی حکومتی پلاوی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.
د افغانستان د بهرنېو چارو وزارت وياند شکيب مستغني له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، دغه پلاوی د دواړو هېوادونو تر منځ د يوې مخکینۍ هوکړې پر بنسټ کابل ته تللی چې مشري يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه کوي.
ټاکلی شوي دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او په کابل کې د وروستيو مرګونيو بریدونو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې له دې پلاوي سره به د ترهگرۍ پرضد د گډې مبارزې پر دوه اړخيزو ژمنو او يوه ټاکلي زماني چوکاټ خبرې وشي.
د ښاغلي مستعني په وينا، "دا سفر د شته اندېښنو او د ترهګرۍ پر ضد د جدي مبارزې په برخه کې د دوه اړخيزو هوکړو په هکله، په ځانګړې توګه د ترهګرو د وروستيو غيرانساني بريدونو وروسته د خبرو لپاره په وروستيو کې له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د ريیس د خبرو په دوام ترسره کېږي".
دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو وروستيو خبرو کې په تونده لهجه وويل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځي په پاکستان کې دي او په دې هېواد کې يې د طالبانو پر ضد په عملي اقداماتو ټينګار وکړ.
ښاغلي غني وويل، پاکستان ته یې د طالبانو د مهمو کسانو او په پاکستان کې د هغوی د مرکزونو او پټنځيو لست سپارلى او د پاکستان د عملي ګام په تمه دی.
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنيت مشر محمد معصوم ستانکزي او د کورنيو چارو وزير ویس احمد برمک پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له پوځي او ملکی چارواکو سره يې په افغانستان کې د وروستيو بريدونو په اړه خبرې وکړې.
تېره يوه مياشت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ګڼ بريدونه وشول چې درنه مرګژوبله يې لرله. تر ټولو مرګونی هغه يې د کابل ښار د صدارت څلورلارې کې رامنځ ته شو چې ۱۰۳ کسان په کې ووژل شول او شاوخوا ۲۳۵ تنه په کې ټپيان شول.
افغان چارواکي وايي د وسله والو طالبانو او ترهګرو پټنځی په پاکستان کې دی خو، پاکستاني چارواکي تل دغه تورونه ردوي.