تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت: اوس به سوله د جگړې په ډگر کې لټوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له خوا طالبانو سره د خبرو له ردولو ورسته افغان حکومت وايي له دې وروسته سوله د جګړې په ډګر کې لټوي. پرون د امریکا ولسمشر طالبان د ولسي وګړو پر وژلو پړه وګڼل او له دوي سره یې د سولې خبرې رد کړې.
نن په کابل کې هم د افغانستان د علماوو شورا د طالبانو وروستي بریدونه وغندل او ځانمرګي بریدونه یې حرام وګڼل. طالبانو بیا خپل غبرګون کې د ښاغلي ټرمپ او افغان حکومت دا دریځ غندلی دی. نجما ځلا له کابله رپوټ لري.