ملي امنیت: که پاکستان ګام پورته نه کړي موږ هم لاس تر زنې نه کېنو

د غږ تشریح، د ملي امنیت مشر: که پاکستان ګام پورته نه کړي موږ هم لاس تر زنې نه کښېنو
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي کابل

افغان امنیتي چارواکي وایي چې پاکستان ته یې په هغه هېواد کې د طالبانو د پټن ځایونو، د هغوي د مشرتابه د شته والي، د اورپکو د روزنې د مرکزونو او په وروستیو بریدونو کې د ښکیلو کسانو په اړه بشپړ اسناد سپارلي دي.

د ملي امنیت عمومي مشر او د کورنیو چارو وزیر، چې تیره ورځ اسلام اباد ته تللي ول، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی له خپله اړخه هم د اورپکو ځپلو او د امنیت ټینګښت ته نوې لارې چارې لټوي.

معصوم ستانکزی وایي، که پاکستان ګام پورته نه کړي، دوی هم لاس تر زنې نه کښېني.

دغه افغان پلاوی وروسته تر دې اسلام اباد ته ولاړ چې په تېرو دوو اوونیو کې کابل او یوشمېر ولایتونه د وسله والو مخالفانو د خونړیو بریدونو شاهدان ول.

د ملي امنیت عمومي مشر معصوم ستانکزی وایي، دغه اسناد هر اړخیز دي او په خبره یې پاکستان هم ترې انکار نه شي کولای.

ښاغلي ستانکزي بې له دې چې ډېر جزییات ورکړي وویل، پاکستان پخوا انکار کاوه، خو اوس اعتراف کوي.

دا خبره نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا پاکستان مني چې ترهګر یې په خاوره کې دي.

نوموړي که څه هم د اعتراف ټکي څرګند نه کړل، خو پر دغه هېواد تور دی چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته یې پټن ځایونه ورکړي دي او ملاتړ یې کوي.

د ملي امنیت مشر وایي، د پاکستان په اړه د سیمې او نړۍ دریځ هم بدل شوی او په خبره یې که دغه هېواد د زړه له کومې همکارۍ ته چمتو نه شي، د فشار کړۍ به نوره هم پرې تنګه شي.

امنیت
د عکس تشریح، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي بې له دې چې ډېر جزییات ورکړي وویل، پاکستان پخوا انکار کاوه، خو اوس اعتراف کوي.

افغان امنیتي پلاوی تیره ورځ په ناڅاپي ډول وروسته له هغه اسلام اباد ته ولاړ چې په تېرو دوو اوونیو کې کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل، کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه او ۱۱۱ فرقې او دغه راز جلال اباد کې د ماشومانو د خوندیتوب موسسې پر دفتر خونړي بریدونه وشول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، پاکستان هم ورسره د همکاریو ژمنه کړې او منلې يې ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ به یو پلاوی کابل ته واستوي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، کابل کې یې د وروستیو بریدونو په تړاو یوشمېر کسان نیولي او یوشمېر هغه کسان یې هم په نښه کړي چې له پاکستانه یې دغو بریدونو کې لاس درلود.

د ملي امنیت مشر وایي، اوس د حساسیت له مخې د په نښه شویو کسانو نومونه نه اخلي، خو زیاتوي دغه نومونه یې پاکستان ته ورکړي او ترې غوښتې یې دي چې افغان لوري ته یې وسپاري.

پاکستان افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي. دغه هېواد تل ویلي چې له افغانستان سره د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي، خو افغان لوری بیا وایي، پاکستان په خپلو ژمنو کې ریښتینی نه دی.