تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال بودیجه تصویب کړه
د افغانستان ولسي جرګې نن چارشنبه د جنورۍ ۱۷مه په علني ناسته کې د ۱۳۹۷ کال بودیجه تصویب کړه.
د افغانستان سږنۍ بودیجه ټولټال ۳۷۷ میلیارده افغانۍ ده چې ۵.۵ میلیارده امریکايي ډالره کېږي چې له ډلې یې ۲۶۶ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۱۰ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده.
د افغانستان د ماليې وزارت وایي، د ۱۳۹۷ کال بودیجه د افغانستان واقعیتونو، شته امکاناتو، د ملي پروژو تر سره کولو، د دولتي ادارو جوړښتونه او نړیوالو معیارونو ته په کتو چمتو شوې ده.
د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي له ټولو بودیجوي واحدونو غوښتي چې امکاناتو، ګټورتیا او د حکومت پراختیايي لومړیتوبونو ته په کتو د ۱۳۹۷ کال بودیجه ولګوي.
د ولسي جرګې غړی صدیق عثماني وايي، سږنۍ بودیجه د نورو کلونو له هغې سره توپیر لري.
نوموړي زیاته کړه، په نوې بودیجه کې څلور پورونه شته. د ارملک - لامان سړک د جوړولو لپاره له سعودي عربستان څخه پور اخیستل شوی، د هرات - چشت شریف د سړک او همدارنګه د هرات د هوايي ډګر د جوړولو لپاره ۱۲۱ میلیونو یورو له ایټالیا پور شوې دي.
هغه زیاته کړه، د کابل د حلقوي سړک د جوړولو لپاره چې ۱۱۷ کیلومټره اوږدوالی لري، د اسیا له پرمختیايي بانګ څخه ۷۴ میلیون ډالر پور شوي دي.
د هغه په خبره، یاد پورونه سود نه لري او د اوږده مهال لپاره دي.
د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا میاشت وړاندې د ۱۳۹۷ کال بودیجه د یو لړ نیمګړتیاوو له امله رد کړه او له مالیې وزارته یې د یادو نیمګړتیاوو د سمولو غوښتنه وکړه.