تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کابینې د ۱۳۹۷ لمریز کال بودیجه تایید کړه
افغان کابینې د ۱۳۹۷ کال بودیجه- چې ۵،۱ میلیارد ډالره کېږي- وارزوله.
په دې کې ۳،۸ میلیارد ډالر عادي او نږدې ۱،۳ میلیارد ډالر هم پراختیايي بودیجه ده.
عادي بودیجه تر ډېره د د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د ورځنیو چارو او تنخا لپاره لګول کېږي.
پراختیايي بودیجه هم د پرمختیايي چارو لپاره کارېږي.
د ۱۳۹۷ کال د ملي بودیجې له ۲،۳ میلیارد ډالرو ډېر له کورنیو سرچینو او ۲،۷ میلیارد ډالر هم له بهرنیو مرستو برابرېږي.
د افغانستان د ۱۳۹۷ کال بودیجه ۱۰۹ میلیون ډالر کسر لري او حکومت وايي، له پور به ترلاسه شي.
د افغانستان د اقتصاد نوماند وزیر مصطفا مستور وايي، دا وړاندیزي بودیجه ځانګړې جرګه ګۍ ته استول شوې چې پکې سمون را ولي او بیا یې د تایید لپاره کابینې ته واستوي.
دا جرګه ګۍ هم له مالیې، اقتصاد، بهرنیو او ښځو چارو وزارتونو او اداري سمون او چارو ادارې څخه جوړه ده.
تېر کال د افغان بودیجې کسر نږدې ۳۱۵ میلیون ډالر اټکل شوی و.
په افغانستان کې مالي کال له جدي میاشتې پیلېږي.
د افغان بودیجې د لګولو څارونکې ادارې وايي، د دغه هېواد وزارتونو د تېر کال ۵۰ سلنه بودیجه هم ونه لګوله.
دا سبب کېږي چې د بودیجې کسر پر افغان حکومت ډېر فشار نه اچوي.
د تېر کال بودیجه نږدې ۶،۶ میلیون ډالر وه، چې نږدې ۴،۱ عادي بودیجه او ۲،۵ میلیارد ډالر هم پراختیايي بودیجه وه.
د روان کال بودیجه تر تېر کال له یو میلیار ډالرو ډېره کمه ده.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، په کابینه کې د بودیجې د وړاندیزي پلان له تایید وروسته اول دا بودیجه مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.