د م م له پلاوي سره لیدنه کې پر پاکستان "د فشار زیاتولو" غوښتنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پړاویز مشر خیرت عمروف په مشرۍ پلاوي سره په ارګ کې ولیدل.

د ارګ له خوا خپره شوې بیانیه کې راغلي:

"دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ، اداري فساد او نشه يي توکو قاچاق سره په مبارزه، د سولې بهیر چټکولو، د ټاکنو لپاره پر تیاري، په حکومتولۍ کې پر سمون، د نظام په پیاوړتیا، د ښځو په رول، په افغانستان په تېره امنیتي او پرمختیايي برخو کې د ملګرو ملتونو پر رول او وروستیو درې کلونو پر پرمختګ خبرې وکړې".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي نږدې اوه کاله وروسته افغانستان ته ځي.

افغانستان ته له تګ مخکې د دې شورا پړاویز مشر نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې غواړي له نږدې د افغانانو هیلې او غوښتنې واوري.

کابل ته د دوی تګ په داسې مهال دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پر پاکستان د امریکا فشار ډېر شوی دی.

د ارګ وېبپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني او امنیت شورا غړو خپلمنځي لیدنه کې پر سیمه ییزه همکارۍ او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره پر پاکستان د فشار زیاتولو خبره هم وشوه.

"ولسمشر غني وویل، چې له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو هڅې وشوې، خو سیمه ییزه همکارۍ کې د پاکستان له لوري مثبته نتیجه نه لرو".

له افغانستان بهر د ترهګرو ډلو د ملاتړ په هکله سندونه

په دغه لیدنه کې ولسمشر غني افغانستان کې د "ترهګرو" ډلو فعالیت ته هم اشاره وکړه:

"له افغانستان بهر یې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ، روزنې او چارو په هکله سندونه د امنیت شورا غړو ته ور کړل".

ښاغلي غني د افغانانو پر خپلمنځي سوله او له پاکستان سره د حکومت په حکومت سولې لپاره په خبرو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني له منځنۍ اسیا، روسیې، چین او ایران سره د اقتصادي اړیکو د ښه والي خبره هم وکړه.

افغانستان ته تر روانېدلو مخکې ښاغلي عمروف ویلي و چې دا هېواد باید له اقتصادي پلوه د سیمې هېوادونو سر وتړل شي.

نوموړي له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته هم وویل چې افغانستان کې د نړیوالو او سیمه یزو ادارو د خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو هڅې کوي.

"ملګري ملتونه افغانستان کې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره د افغان حکومت او ولس د نظر ملاتړ کوي".

د امریکا د استازې خبرې

په دغه پلاوي کې د امریکا استازې نېکې هیلې وویل، چې د افغانستان امنیت او ټیکاو د سیمې د امنیت لپاره مهم دی او د ملګرو ملتونو دا پلاوی له افغانستان د ډېر ملاتړ لپاره کابل ته راغلی دی.

"متحده ایالتونه له افغان ولس سره کار کوي، موږ غواړو افغانستان کې ریښتونی پرمختګ او سمون ووینو او له دې سره له خپلې همکارۍ ډاډه شو".

په دې لیدنه کې پر ولسمشر سربېره، مرستیال ولسمشر سرور دانش، لوی قاضي( قاضي القضات) او د سترې محکمې مشر قانونپوه سید یوسف حلیم، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونه مرستندویه اداره یا یوناما دا لیدنه یو چانس بولي چې پکې د افغان دولت او خلکو او همدارنګه سولې، ثبات او پرمختګ لور ته د دوی له هڅو دغه پلاوي پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

د پلاوي اهمیت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي نږدې اوه کاله وروسته افغانستان ته ځي.

په دغه پلاوي کې د امریکا متحده ایالتونو، چین، برتانیا، روسیې، فرانسې، سوېډن، پولنډ، قزاقستان، بولیویا، کویټ، هالنډ، پیرو، استوايي ګینه او عاج ساحل استازي ګډون لري.

د افغانستان سولې شورا یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په پلاوي کې د امریکا سربېره د چين، فرانسې، روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو د استازو شتون د دغه پلاوي قوت او اهميت ښيي.

دغه سرچينه وايي احساس کوي چې دوی یوازې د لومړي لاس معلوماتو راټولولو هڅه کوي.

"پلاوي ښودله چې هغه جديت چې په دې وروستيو کې امریکا د افغانستان د ملاتړ په اړه ښودلی، په تېره بیا د پاکستان پر وړاندې يې ښودلی د هغو ملاتړی دی".