تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدخشان: قراردادیان دې کار کوي خو ماشینونه دې نه راوړي
د بدخشان د نمک اب ولسوالۍ اړوند د تاقچه خانې د مالګي په کان کې سلګونه ماشومان په درندو کاروونو بوخت دي چې د بشرحقونو د فعالانو اندېښنې یې را پارولې دي.
د بدخشان د تاقچه خانې د مالګې کان د ایستلو هوکړه لیک پنځه کاله وړاندې له یوه شخصي شرکت سره لاسلیک شوی و، خو تر اوسه د دغه موادو ایستل په نامسلکي ډول دوام لري.
د تاقچه خانې کان په افغانستان کې د مالګې ایستلو لوی کان دی.
ویل کیږي په دغه کان کې ۱ میلیارډ او ۵۰۰ زره ټنه مالګه شته، له دغه کان څخه د مالګې ایستل له کلونو راهيسې پیل شوي، خو په دودیز یا سنتي ډول دوام لري.
په دغه کان کې هره ورځ سلګونه ماشومان او لویان په کار بوخت دي.
د دغو ماشومانو کار له کانه تر ټاکل شوي ځایه د مالګي لېږدول دي، دوی مالګه د غره له لوړې څوکې په خره باروي او بیا يې د نمک آب ولسوالۍ بازار ته وړي.
نثار احمد ۱۲ کلن دی، هغه درانه کارونه کوي خو ډېره ګټه هم نه ترلاسه کوي.
"دوه کاله کېږي دلته کار کوم، د ورځې ۱۰۰ افغانۍ ګټم، په اونۍ کې ۳ ورځې ښوونځي ته ځم."
د نثاراحمد په شان لسګونه ماشومان نور هم په دغه کان کې په کار بوخت دي.
د کان د کارکوونکو په خبره، په کان کې په کار بوخت کوچني ماشومان د خپلو کورنیو له خوا د درندو کارونو کولو ته اړ ایستلي دي.
د سیمې د اوسیدونکو، د مالګې شرکت او د کانونو او پټرولیم وزارت تر منځ د را ولاړو شویو ستونزو له امله د دغه کان عاید کم شوی دی.
د چارواکو په خبره، د سیمې خلک له دې وېرې چې په کان کې کار له لاسه ورنه کړي، د قراردادي شرکت د کار مخه نيسي.
د کلفګان ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبدالشکور له ۳۰ کلونو راهیسې په دغه کان کې کار کوي. نوموړی د شته جنجالونو په اړه وايي:
" له دې کانه زر کورنۍ ډوډۍ خوري، که قراردادي شرکت ماشین الات راوړي یوازې لس کسه به ورسره په کار شي، نور څه وکړي، ځکه مو هغه خلک څو کاله مخکي له دې ځایه پسې واخیستل. اوس خلک وايي، موږ ماشینونه نه منو، قرارداديان دې راځي او خپل کار دې کوي."
په نامسلکي ډول د مالګي د دغه کان کېندنه د دې لامل شوې چې ماشومان پکې د درندو کارونو لپاره په کار وګومارل شي.
د تخار ولایت د کانونو او پټرولیم رییس فدامحمد تاشي وايي، که دغه کان په ماهرانه ډول وکیندل شي، د خلکو او د دولت لاسته راوړنې به هم ډيرې او د ماشومانو د کار کولو مخه به هم ونیول شي.
"شرکت هم بې غوري کوي، د سیمې خلکو هم سمه لېوالتیا و نه ښوده، هغوی ته یې مشران سمه مشوره نه ورکوي."
تر دې وړاندې د بشر حقونو بنسټونو په کانونو کې د ماشومانو د درنو کارونو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه او د دې لړۍ بندول یې غوښتي وو، خو تر اوسه په کانونو کې د ماشومانو د درندو کارونو د کولو مخه نه ده نیول شوې.