پاکستان هغو افغانانو ته ویزه نه ورکوي، چې پولیو واکسین یې نه وي کړي

کابل کې د پاکستان سفارت وايي، هغو افغانانو ته ویزه نه ورکوي، چې د پولیو واکسین یې نه وي کړی. په یوه خبر پاڼه کې کابل کې د پاکستان سفارت له لوري ویل شوي:

''هر هغه افغان/افغانه چې غواړي پاکستان ته د تګ لپاره ویزه واخلي، باید د روغتون له لوري داسې سند وړاندې کړي، چې پولیو یا ګوزڼ ویروس نه لري. ''

افغانستان او پاکستان سیمه کې یوازیني داسې هېوادونه بلل کېږي، چې که څه هم د چارواکو په خبره شمېر یې لږ شوی، خو لا هم په کې د ګوزڼ ویروس شته.

دواړو هېوادونو کې څو ځلې په پراخه کچه د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی، خو یو شمېر سخت دریځي ورسره مخالفت هم کوي او په ځینې سیمو کې پر پولیو کمپاین کوونکو وسله وال بریدونه هم شوي دي.

د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د دسمبر له ۲۷ وروسته به هېڅ داسې ویزه غوښتنلیک و نه منل شي، چې د ګوزڼ واکسین سند یا سرټیفیکټ ورسره مل نه وي.

د رروانې دسمبر میاشتۍ وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په اړه یوه مطلب کې لیکي، سږ کال په دغې ولسوالۍ کې چې ځینې برخو کې یې طالبان هم فعال دي، څلور نوې مثبتې پېښې رامنځته شوې او دا د ورځپاڼې په وینا د نړۍ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پنځمه برخه مثبتې پېښې دي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې شاولیکوټ په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مرکز بللی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ټابې لینزر ورځپاڼې ته ویلي په شاوليکوټ کې د ماشومانو ګوزڼ مثبتو پېښو کې زیاتوالی د سلګونه زره افغان ماشومان له خطر سره مخامخولی شي.

بل لور ته د روان کال لومړيو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې د عامې روغتیا چارواکو وویل، یو شمېر دولتي کارکونکي او ډاکټران هم خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین له ورکولو انکار کړی دی.

پېښور کې د ګوزڼ ضد کمپاین یوه مسوول ډاکټر شعیب بي بي سي ته هغه مهال ویلي و، ټوله صوبه کې له دوو زرو ډېرو کسانو خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکړې انکار کړی دی، چې په خبره یې دولتي کارکوونکي او ان ۱۱ طبي ډاکټران هم پکې شامل وو.

تېره اونۍ قبايلي سيمو کې د پوليو ضد پروگرام مسوول ډاکټر نديم جان بیا بي بي سي سره خبرو کې وویل، په پاکستان کې له ١٩٩٤ م کاله وړاندې هر کال له ٢٠ تر ٢٥ زره ماشومان گوزڼ وهل، چې د واکسين کمپاين له پيلېدو سره دا شمېر په پام وړ کچه ټيټ شو.

نوموړی وايي، په ٢٠١٦ م کال کې د گوزڼ پېښو شمېر شا وخواه ٢٠ ته ټيټ شو.