تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ښار کې ډله ییز برید پای ته رسېدلی
په کابل کې د ملي امنیت په یوه روزنځي د وسله والو بریدګرو برید له کابلو پنځو ساعتونو وروسته پای ته ورسېد. کورنیو چارو وزارت ویلي درې بریدګر وژل شوي او لږ تر لږه دوه پولیس سرتېري هم سرسري ټپيان شوي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، بریدګر د ورځې شاوخوا لس بجې د کابل ښار د پنځمې ناحیې، افشار سیمه کې لوړپوړیزې ودانۍ ته ختلي او پر امنیتي ودانیو ډزې کوي.
د نوموړي په خبره، بریدګر څلور پوړیزې ودانۍ ته ننوتلي چې د افغان ځواکونو له خوا د ودانۍ دوه لومړني پوړونه چاڼ شوي او د دوو نورو پوړونو د تصفیې هڅې روانې دي.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، په پیل کې یې د چاودنې غږ واورېد او ور پسې ډزې پیل شوې.
رویټرز خبري اژانس د خبر بنسټ، د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش منلې دی.