د کندهار ناسته؛ پر حکومت نیوکې او وړاندیزونه

د عکس سرچینه، .
کندهار کې د افغان حکومت ګوتنیوونکو او د ولسي جرګې یوشمېر غړو هغه غونډه پای ته ورسېده، چې له حکومته یې د رڼو ټاکنو، د واک نه انحصارولو، اقتصادي کړکېچ ختمولو او د سولې لپاره د ریښتینو هڅو غوښتنه وکړه.
دغې غونډې ته چې د هېواد له بېلابېلو سیمو حکومت مخالف سیاستوال ورغلي وو- له اتو ویناوالو لومړی انوارالحق احدي وویل، حکومت له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی، چې په وینا یې لامل یې کمزوری مدیریت دی.
نوموړي وویل، د افغانستان اقتصاد لویه ضربه خوړلې، چې په وینا یې یوازې تېر کال له افغانستانه شاوخوا ۴۰۰۰ سوداګر ترکیې ته تللي.
هغه وویل: "له بده مرغه د افغانستان دولت له کړکېچ سره مخامخ دی او دا بحران د ضعیف مشرتابه له کبله دی. زموږ له دولت او حکومت نه خلک ناراضه دي. د دولت مهمه دنده د خلکو امنیت نیول دي. تاسو به اورېدلي وي چې د سوداګرۍ خونې ویلي، هېواد کې تاجران خوندي نه دي. له نامنیو ډېر تاجران له افغانستان نه کډه کېږي. پرووسږ کال کابو څلور زره سوداګر یوازې ترکیې ته کډه شوي. "
ښاغلي احدي وویل، د ملي یووالي اوسنیو مشرانو، د ټاکنو پرمهال له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې واک ته تر رسېدا وروسته به تر شپږو میاشتو به دې هېواد ته سوله راولي، خو په وینا یې نه دا چې سوله رانه غله، بلکې ناامني لا پسې ډېره شوه.
د تفاهم شورا دغه غړي وویل، تر هغو چې افغان امنیتي او هوايي ځواکونه غښتلي شوي نه وي او سولې ته کلک هوډ نه وي رامنځ ته شوی، د سولې او ارامۍ راتلل ناممکن دي.

د عکس سرچینه، Alamy
ده وویل، له بده مرغه سولې ته نه حکومت ژمنتیا ښودلې، نه طالبان سولې ته ریښتیني دي او نه هم بهرنیو ځواکونو د سولې لپاره کوم پلان وړاندې کړی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم غونډې ته وویل، نړیوالې ټولنې د ستونزو د حل لپاره هومره کار نه دی کړی، لکه څومره یې چې باید کړی وای.
ښاغلي نبیل د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه، چې په هېواد کې یې د ولسواکۍ پراختیا پرځای د ډیموکراسۍ مخنیوي لپاره ډېر کار کړی.
د ملي جنبش په استازیتوب بشیر احمد ته ینج وویل، لومړی یې د ملي یووالي حکومت او نظام پلوي وکړه، خو اوس روان وضعیت دوی نارامه کړي دي.

د عکس سرچینه، .
د ناستې بل ویناوال ظاهر قدیل وویل، په افغانستان کې د داعش په نوم ډلې خلک وېرول کېږي، خو کله چې داعش او طالبان یو له بل سره جنګېږي، یوازې طالبان بمبارېږي.
د ناستې پای کې پنځه ماده ییز پرېکړه لیک اعلان شو، چې د رڼو ټاکنو په پار یې له حکومته راتلونکو دوو میاشتو کې د ټاکنیز کمیسیون د غړو بدلول وغوښتل.
دغې غونډې ته، چې د کندهار عینو مېنې یوه پارک کې جوړه شوې وه، زرګونه کسان ورغلي وو.
وړاندې ویل شوي وو، چې د غونډې موخه د دولت پرځول یا د لویې جرګې رابلل نه، بلکې د حکومت د کمزورو ټکو بربنډول او حللارې ورته لټول دي.
که څه هم په پام کې وه، چې غونډه د جمعې په ورځ پیل شي، خو د بلخ د والي عطاء محمد نور د ورتګ مخنیوي تر سیوري لاندې راغلې وه.
د غونډې سمبالوونکو ویلي وو، چې د شنبې ورځې غونډې ته به ښاغلی نور او د دوستم زوی باتور دوستم هم ورشي، خو داسې ونه شول.

د عکس سرچینه، facebook
د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، د شپې له خوا د کندهار د هوايي ډګر په ځینو برخو د حفظ او مراقبت چارې او همدارنګه له دغه هوايي ډګره پوځي عملیات ترسره کېږي، خو د ورځې له خوا د ښاغلي عطا محمد نور او ملګرو لېږدوونکې الوتکې ته یې د سفر اسانتیا شته.
د بلخ د والي له خوا په خپره شوې ویډیو کې ليدل کېږي چې نوموړى د مزار ښار په هوايي ډګر کې په داسې حال کې چې د جنرال دوستم زوى باتور دوستم، د جمعيت اسلامي د مشرتابه غړى کليم الله نقيبي او ځينې نور کسان يې ترڅنگ دي بېرته له الوتکې کوزېږي.
ښاغلي نور وېډیو کې ویلي وو: "له يونيم ساعت انتظار وروسته بېرته له الوتکې کوز شوم."
د چارو شنونکي په دې باور دي چې د ملي وحدت حکومت له بېلو لارو هڅه کوي په کندهار کې د تفاهم شورا غونډه کمرنګه کړي.










