پر افغان ادب د روسیې د انقلاب اغېز

v

د عکس سرچینه، .

    • Author, نورگل شفق
    • دنده, بي بي سي

په روسيه کې د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر پر ۲۷ کمونيستي انقلاب بریالی شو. په افغان ادب‌پوهان وايي، په شوروي کې له دغه انقلاب وروسته د نورې نړۍ په څېر افغان ادبیاتو ته هم د خپلواکۍ، سیاست او پرمختګ مفاهيمو لار ومونده.

خو دوی وايي چې د روسي کلاسيکو ادبیاتو دود د شوروي نه بلکې د ځينو ګاونډي هېوادونو له لارې افغانستان ته راغلی دی.

افغان لیکوال او ژباړوونکی ډاکټر لطیف بهاند چې له روسي ژبې يې څو مهم اثار پښتو ته ژباړلي دي، وايي، په افغانستان کې روسي کلاسيک ادبیات د شوروي لخوا نه بلکې د همسایه هېوادونو، په تېره بیا په ایران کې د چاپ شویو اثارو له لارې، دودی شوي دي.

"په ۱۹۵۰ کلونو کې شوروي ته د افغان محصلانو تګ پېل شو او تر هغه د مخه څو افغان ادیبانو لکه قدیر فهیم، نادر جلالي او رسولي - چې په روسيه کې يې زدکړې کړې وې- یو زیات شمېر اثار له روسي راوژباړل. چې په دې برخه کې تر ټولو زیات کار نادر جلالي کړی دی".

د اکتوبر له انقلاب شاوخوا دوه کاله وروسته ياني پر ۱۹۱۹ شاه امان الله خان له انګريزانو خپلواکي ترلاسه کړه او له شوروي سره يې اړيکي نږدې کړل.

له هماغه راهيسې مارکسیستي مفکورې د افغانستان دوديزې ټولنې ته لار وکړه.

افغان لیکوال او شاعر څېړندوی عبدالغفور لېوال وايي، د افغانستان د ادبیاتو د نوې یا معاصرې دورې پېل له سراج الاخبار او د شاه امان الله خان په لاس د خپلواکۍ له بېرته اخيستلو سره کېږي:

"استاد روهي د دې دورې ادبیات پر درو دورو ویشلي چې د ويښتیا، روښانتیا او بدلون د دورې ادبیات ورته وايي. د دغو دورو د ادبیاتو خصوصيت دا دی چې د پخوانيو ادبیاتو پرتله پکې د انسان پر ورځني ژوند تمرکز ډېر شوی او د افغانستان ادبیاتو ته د استقلال، سیاست، پرمختګ، ټېکنالوجۍ، مډرن مدني ژوند، انساني حقونو او انساني ازادۍ مفاهیم ور ننوتل. چې دې هر څه د سراج الاخبار له زمانې پخوا په افغانستان کې مخینه نه درلوده".

هغه مهال شوروي د وروسته پاتې ولسونو لپاره د یوه ايډيال نظام په توګه مطرح و.

هماغه و چې یو شمېر افغانانو له غربي نړۍ سره د اشنايۍ له برکته د دې نړۍ ادبیات راوژباړل چې د روسي ادب بېلګې هم پکې وې.

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، افغان لیکوال او خبریال چې له روسي ژبې یې څو اثار ژباړلي دي.

په ۱۳۲۰ او ۱۳۳۰ کلونو کې د روسيې د کمونيستي او سوسیاليستي انقلاب څپې ورو ورو افغانستان ته راورسېدې چې پر لوستو کسانو يې اغېز وکړ، چپي افکار يې پکې پېدا کړل او وروسته د کيڼ او ښي اړخو تر منځ پټ تضادونه پېدا شول.

په همغو کلونو کې د خلق او پرچم په نوم جرېدې په خپرېدو شوې چې په ښکاره يې د کيڼ اړخو مفکورې ته تبلیغ کاوه.

په افغانستان کې د کيڼ اړخو نهضتونو لومړني حرکتونه له دا ډول اثارو سره ډېر شول.

ښاغلی بهاند وايي، د افغانستان د خلق ډيموکراتيک ګوند د ثور انقلاب ورځپاڼه که څه هم تبليغاتي ورځپاڼه وه خو د هرې ګنې پنځم مخ يې ادبي برخه وه چې زیاتره مقالې يې علمي، هنري او د یوې ژورې غني پانګې درلودونکې وې.

د هغه په وینا، روسي ادبیاتو پر افغاني ادبیاتو دومره منفي اغېز نه دی کړی چې زیات تاوان يې وررسولی وي خو له دې لارې ادبي، هنري او د لیکنې او او پنځونې فعالیت ډېر زیات شو.

د افغان ادیبانو په خبره، د ډيموکراسۍ له لسيزې پخوا په افغانستان کې چپي افکار پېژندل شوي وو.

پخپله ميرغلام محمد غبار، غلام محی الدین انيس او ګڼ شمېر نور چې په هغه وخت کې په مطبوعاتي او فرهنګي چارو کې مصروف وو، یو ډول چپي افکار یې درلودل نو څرګنده خبره ده چې رسنيزه او فرهنګي برخه يې له افکارو اغېزمنه وه.

بلخوا ځينې ادیبان په دې نظر دي چې په روسي ادبیاتو کې مخامخ سیاست نه و خو د شاهي نظام غندنه په نامستقيم ډول پکې کېدله او خلک يې ړنګولو ته هڅول کېدل.

د افغانستان د جهاد د څېړنو مرکز مشر او پخوانی خبریال ډاکټر شېرشاه یوسفزی وايي، شوروي پر افغانستان تر یرغل وړاندې په دغه هېواد کې د ځان په ګټه ځينې لومړني کارونه کړي وو او د کمونيستي مفکورې لرونکو کتابونو چاپ او وېش ته هغه مهال لومړيتوب ورکول کېده:

د هغه په خبره، پر افغانستان د شوروي تر یرغل مخکې که څه هم رسنۍ ازادې نه وې او د اساسي قانون دوره هغه مهال شاوخوا لس کلنه وه، خو شورویانو په افغانستان کې خپل موجودیت ثابت کړی و او فرهنګي برخه ترې اغېزمنه وه:

شیرشاه یوسفزی
د عکس تشریح، دی وايي، هغه مهال د هر چا په لاس کې د لېلن، مارکس او د اېنګلز کتابونه وو. نو همدا لامل و چې خلک یا نااګاهانه له دغه ډول ادبیاتو او مفکورې اغېزمنېدل.

"د خلق او پرچم په نامه جريدې چاپېدې او د کيڼ اړخو ګوندونو شاوخوا ۱۸ جرېدې خپرېدې چې وروسته مسترد شوې".

د هغه په وینا، د داود خان په جمهوريت کې په رسنيو کې کمونيستانو زیات نشرات نه درلودل:

"خو هغه کتابونه چې کمونيستي عقیده يې خپروله، د شوروي لخوا ژباړل کېدل او د دوی لخوا په پټ يا ښکاره ډول د دوی د نفوذ په سیمه کې خپرېدل".

ښاغلی یوسفزی وايي، چپي ګوندونو د دغو کتابونو تر خپراوي پرته پټې غونډې او خوځښتونه هم درلودل او چې کله پر ۱۹۵۷ کې د غويي پر ۷مه قدرت د کمونيستانو لاس ته ورغی نو هر څه سره یا کمونيستي شول او له دې سره د کمونيستي کتابونو یو سېلاب پېل شو.

د ویډیو تشریح، د روسيې د اکتوبر انقلاب څنګه رامنځ ته شو؟

دی وايي، هغه مهال د هر چا په لاس کې د لېلن، مارکس او د اېنګلز کتابونه وو. نو همدا لامل و چې خلک یا نااګاهانه له دغه ډول ادبیاتو او مفکورې اغېزمنېدل.

ښاغلی یوسفزی همدا راز وايي چې د کمونیستي مفکورې پر ضد د پاڅونونو رامنځ ته کېدلو او پر افغانستان د شوروي تر یرغل وروسته که یو خوا جګړې او په خلکو کې د تاوتريخوالي کلتور عامېدو او احساساتي چلند ته زمينه برابره شوه نو بلخوا یې افغانستان ته د نړيوالو پام ورواړاوه چې د ګڼ شمېر چاپي، غږيزو او انځوریزو رسنيو د رامنځ ته کېدو لامل شول. دی همدا راز وايي چې همدې خپل منځي ټکرونو نوي ښوونيز نصاب ته هم لار هواره کړه:

"پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته د انقلابي شعر سبک رامنځ ته شو. جهادي، رزمي او وطني قصيدې ولیکل شوې. غزلونو خپل شکل بدل کړل. مخکې به زدکوونکو لوستل چې ۲+۲= ۴ خو له دغو بدلونونو وروسته يې لوستل چې ۲ مرمۍ + ۲ مرمۍ = څلور مرمۍ. دا ډول ښوونيز نصاب او ادبیاتو له کبله پر افغانانو د تاوتريخوالي فرهنګ حاکم شو او د دوی ترمنځ د منطق ځای جګړې ونيوه".

لېوال
د عکس تشریح، افغان لیکوال او شاعر څېړندوی عبدالغفور لېوال وايي، د افغانستان د ادبیاتو د نوې یا معاصرې دورې پېل له سراج الاخبار او د شاه امان الله خان په لاس د خپلواکۍ له بېرته اخيستلو سره کېږي:

خو ښاغلی لېوال وايي، هغه مهال هم په افغانستان کې شعر ډېر او داستاني ادبیات کم وو نو ځکه شوروي ادبیاتو او چپي افکارو پر افغان ادبیاتو د پام وړ اغېز ونه شو کړای. خو دی وايي چې د دغو افکارو په مقابل کې جهادي او د مقاومت ادبیات رامنځ ته شول.

ډاکټر لطیف بهاند بیا وايي، چې په افغانستان کې ځينې ګوندي فعالیتونو او د ګاونډيو هېوادونو په مدرسو کې د دغه هېواد او د وخت د نظام او کړنو پر ضد منفي تبليغات د دې لامل شول چې منفي فکرونه رامنځ ته شي.

د ده په وینا، روسي ادبیاتو او د لیکوالو ټولنې لخوا د شوروي اتحاد بېلا بېلو هېوادونو ته د افغان ادیبانو سفرونو د افغانستان ادبیاتو ته مثبته ګټه وکړه او دوی یې له نړيوالو ادبیاتو سره اشنا کړل.

په افغانستان کې که څه هم په مسلکي برخو کې د تخلیقي اثارو کمی شته خو لا هم د دې تشې د ډکولو په هڅه کې افغان اديبان لګیا دي له نورو ژبو- چې روسي هم پکې شامله ده- اثار پښتو او دري ته راژباړي.

د ویډیو تشریح، د اکتوبر انقلاب سلمه کليزه او پر ذهنيتونو يې اغېز