تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلامي حزب د مشرتابه نوی پلاوی وټاکه
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي کابل
ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند اسلامي حزب د عمومي اسمبلۍ د غونډې په پای کې وویل ګوند به يې له دې وروسته د یوې پرېکړه کوونکې شورا له خوا اداره کېږي.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتيار له افغان حکومت سره د سولې تړون له لاسليکولو وروسته کابل کې سياسي مبارزه ګړندۍ کړې او وايي اوس په دې اند دی چې د افغانستان د ناورين حل د ټاکنو او سوله ييزې مبارزې له لارې شونی دی.
د اسلامي حزب مشر له خپلو پلويانو وغوښتل چې سر له دا اوسه په راروانو ټولټاکنو کې د ګډون لپاره چمتووالی ونيسي.
د گلبدین حکمتیار په مشرۍ، د اسلامي حزب کابو درې زره غړي په کابل کې د نوي حکومت له واک ته رسېدو او له کورنيو جګړو راوروسته لومړی ځل په کابل کې د لویې جرګې خيمه کې راټول شول او د دغه ګوند لپاره يې نوی رهبري پلاوی وټاکه.
د دغه ګوند بنسټګر او اوسني مشر ګلبدین حکمتيار د ګوند د خپل منځي ټاکنو په پای کې وویل له دې وروسته به د دغه ګوند ټولې برخلیک ټاکونکې پرېکړې هغه پنځه سوه کسيزه لویه او سل کسیزه پرېکړه کوونکې شورا کوي چې دغې عمومي غونډې ټاکلې.
''اوس الحمد لله موږ د حزب اسلامي لپاره یوه معتبره د تصميم مرجع لرو. د ټول حزب د نظر ممثله یوه مرکزي شورا او د هغې له منځه غوره شوې قایم مقام شورا او له هغو څخه سل کسیزه د تصمیم عالي شورا چې دا د ورځنيو پېشو په تړاو د اسلامي حزب د پرېکړو وروستۍ مرجع ده.''
ښاغلي حکمتيار د راروانو ټاکنو ترسره کېدل د روانو ستونزو د حل یوه برخه وبلله او پر خپلو پلويانو يې غږ وکړ چې په راروانو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
'د غړو وتل ګوند نه ړنګوي'
که څه هم کابل ته د ښاغلي حکمتيار له راتګ سره د اسلامي حزب یو شمېر برخې چې له دې وړاندې يې جلا جلا فعاليت کاوه سره یو ځای شوې او په لږ وخت کې يې وکولای شول چې د دغه ګوند د جوړښت د سمون په موخه عمومي اسمبلۍ راوبولي. خو په دغه غونډه کې د یاد ګوند د یو شمېر پام وړ څېرو د نه ګډون خبرو هم د رسنيو پام ځان ته ګرځولی و.
خو ګلبدین حکمتيار دا نه مني چې له دغه ګوند څخه د څېرو وتل دې د دغه ګوند د ټوټه کېدو په مانا وي. هغه وويل:
''د حزب د وحدت په تړاو چې کوم تبليغات کېږي، ډاډه شئ چې حزب یو دی او متحد به وي او نه پرېږدو چې له حزب څخه ووځي. که وځي هم تش لاس به وځي. ''
د اسلامي حزب په دغه غونډه کې د دغه ګوند یو شمېر پام وړ څېرو لکه د اجراییه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان او د اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغندیوال ګډون نه و کړی.
ښاغلي ارغندیوال ته نژدې سرچینو چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي له دې وړاندې بي بي سي ته ویلي و چې له ارغندیوال او نورو ملګرو سره یې مذاکرات روان دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره یو ځای شي.
ښاغلي حکمتيار دغه راز په حکومت کې یو شمېر ډلې قومي شخړو ته په لمن وهلو تورنې کړې او ویې ویل چې دا ډلې له حکومتي امکاناتو په ناوړې استفادې د ترهګرو په نامه خپل مخالفين ځپي.
هغه زیاته کړه له شمالي ولایتونو څخه زرګونه کورنۍ د قومي شخړو له امله بې ځایه شوې دي. د دغې بې ځایه کېدنې لامل یې هم هغه ډلې وبللې چې له دولتي امکاناتو ناوړه استفاده کوي.