تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
م. م افغانستان کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ حالت خواشينوونکی دی
په اسیا او پاسفیک سیمه کې د ملګرو متونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وايي په افغانستان کې څلويښت سلنه پر ودې اغېزکوونکې خوارځواکي د اسیا په کچه لوړه شمېره ده او دا د دغه هېواد په راتلونکي هم منفي اغېز کوي.
د افغانستان دولت نن سه شنبه د نومبر اومه، خپل هغه راپور خپور کړ چې د ملګرو ملتونو د پراختيا د ستراتيژیکو موخو له مخې يې په ټول هېواد کې له لوږې سره د مبارزې په موخه چمتو کړی.
په تېرو درېو کلونو د ملګرو ملتونو او بېلابېلو نړیوالو ادارې څېړنې ښيي چې د افغانستان د نفوس له دريو یوه برخه کافي اندازه خوړو ته لاسرسی نلري. دغه راز په افغانستان کې ۴۱ سلنه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.
د آسیا او پاسفیک سيمې لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډېوېډ کاټروډ وايي په افغانستان کې شته بې وزلي او لوږه د جدي اندېښنې وړ ده:
"زه د سيمې په کچه کار کوم، نو پوهېږو چې په افغانستان څلوېښت سلنه له ودې پاتې کوونکې خوارځواکي په تېرو کلونو کې له شوو پرمختګونو سره سره د اسیا د معيارونو له مخې تر ټولو لوړه کچه ده او باید مبارزه ورسره وشي."
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، له ودې پاتې کېدل نه یوازې دا مانا لري چې فیزيکي وده اغېزمنوي بلکه پر وده اغېز او خوارځواکي حتی د هېوادونو په اقتصادي وده اغېز کوي.
ښاغلی کاټروډ وايي په افغانستان کې د مخ پر زياتېدونکې لوږې او خوارځواکۍ تر شا د جګړې، کورنۍ بې ځایه کېدنې او بيا راستنېدنې لړۍ، د اقلیمي بدلونونو او طبيعي ناورينونو بېلابېل ډولونه او بې کاري ده.
ملګري ملتونه د ستراتيژيکې پرمختيا ۱۷ هغو موخو په اړه چې دولتونه يې تر ۲۰۳۰ کال پورې په تر لاسه کولو اړ باسي دوهم يې له لوږې او خوارځواکۍ سره مبارزه ده. د دغو موخو له مخې غړي دولتونه باید په خپلو هېوادونو کې لوږه له منځه یوسي، خوارځواکۍ ته د پای ټکی کېږدي، د ټیټ عاید لرونکو وګړو عاید دوه برابره لوړ کړي او د کرنې په برخه کې دوامدار پرمختګ ډاډمن کړي.
افغان حکومت هم دغه موخې لاسلیک کړې. د دغې موخې لپاره د افغانستان د دولت بېلابېلو ادارو له تېر کال راهیسې په ټول هېواد کې له لوږې سره د مبارزې په موخه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې مرکې او څېړنې کړې.
دوی په دغه څېړنه کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوږې د ختمولو موخې ته د رسېدو لارې چارې او پر وړاندې يې ننګونې جاجولې دي.
د لوږې د له منځه وړلو د ستراتيژيک جاج په موخه د افغانستان د ولسمشر له خوا د ګمارل شوې خپلواکې کمېټې مشر هدایت امین ارسلا هغو ننګونو ته په پام سره چې په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو پر وړاندې پرتې دي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغې موخې ته د رسېدو په اړه ډاډمن نه ښکاري.
هغه وايي: "زه نه وایم چې موږ په ۲۰۳۰ کې صفر لوږې ته رسېږو، خو موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې تر هغې نېټې د لوږې کچه راټيټه شي."
د افغانستان د دولت دغې څېړنې دولت ته عمومي سپارښتنې کړې چې دولت ته د لومړيتوب په توګه د لوږې له منځه وړل او د دغې موخې د تر لاسه کولو لپاره د بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو ګډ او همغږی کار هم پکې شامل دي.
په دغه راپور کې د بې وزلۍ تر څنګ، پر بېکارۍ، سياسي بې ثباتۍ او جګړې، بې ځایه کېدنه، فساد، اقليمي بدلون او د ښځو پر ځواکمنتيا هم تمرکز شوی.