''د کونړ مرستیال والي پېښور کې تښتول شوی''

پاکستان کې افغان دیپلومان وايي، د کونړ مرستیال والي د پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نامعلومو کسانو تښتولی دی. د افغان سفارت چاراکي وايي، مرستیال والي محمد نبي احمدي د درملنې لپاره پېښور ته تللی و او پرون ماسپښین مهال تښتول شوی دی.

کله چې نوموړی ډبګرۍ ګارډن سیمه کې له روغتونه د وتلو پر مهال خپل موټر کې کښېناست، مخې ته یې د تورو ښېښو یو ګاډی ودرېد او ښاغلی احمدي یې وتښتاوه.

اسلام اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردښت شمس بي بي سي ته وویل، دوی ته د پېښې په تړاو خبر د ښاغلي احمدي خپلوانو ورکړی او دوی د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي شمس بي بي سي سره خبرو کې وویل، د نوموړي د کورنۍ غړو ورته ویلي چې د "پښتورګو ناروغي یې سخته شوې وه او ځکه مستقیم خپله تللی و".

ښاغلي زردښت وويل کورنۍ یې باید د سفر په اړه دوی خبر کړي وی، خو اوس یې په وينا دوی له "پاکستاني چارواکو سره اړیکه" کې دي او هیله يې وښوده چې "ژر تر ژره به خوشی شي .''

د نوموړي په وینا دا معلومه نه ده، چې ښاغلی احمدي چا تښتولی دی.

پاکستان کې افغان دیپلوماتان وايي، دوی پولیسو او امنیتي ادارو سره هم اړیکه کې دي، خو د پېښور ختیځ تهاڼې مسوولینو ویلي، دوی ته د رسنیو له لارې معلومات رسېدلي دي او پلټنه یې پیل کړې ده، خو په وینا یې دوی ته په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د محمدنبي احمدي په اړه ویل کېږي، چې نژدې ۵۰ کلن دی او د پښتورګو په ناروغۍ اخته دی، چې پېښور ته د درملنې لپاره تللی و.

له دې مخکې د کونړ او هرات پخوانی والی فضل الله وحیدي په اسلام آباد کې له یوه مارکیټه د ناڅرګندو کسانو لخوا د ۲۰۱۶ کال فبرورۍ په دولسمه نېټه تښتول شوی و، چې نژدې دوې اونۍ وروسته خوشی شو.

وړاندې هم په پاکستان کې د اډول پېښې رامنځ ته شوې دي، پاکستان کې پخوانی افغان سفير عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ کال سپټمبر مياشت کې تښتول شوی و، چې بيا دوه کاله وروسته خوشي شو.