د افغانستان دوو جوماتونو کې ځانمرګي بریدونو ۷۶ کسان وژلي

د عکس سرچینه، ATA MOHAMMAD NOOR/FB
افغانستان کې په دوو بېلابېلو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۷۶ ولسي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
لومړنی برید د مرکزي ولایت غور په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د مازدیګر لمانځه پرمهال وشو چې د چارواکو په وینا د یوه دولت پلوي قومندان په ګډون یې ۲۰ کسان ووژل.
بل ځانمرګی بریدګر د ماښام لمانځه پرمهال په پلازمېنې کابل کې یو جومات په نښه کړ.
د افغانستان حکومت ویلي، ددغه برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي دي. د دغو بریدونو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل جومات کې دننه ځانمرګي برید د قربانیانو شمېر ۵۶ ته رسېدلی او ۵۵ نور کسان ټپیان دي.
عیني شاهدانو ویلي بریدګر لومړی په لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.
ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی. ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې دغسې بشر ضد جنایتونه کوي، د (نابودۍ) مستحق دي.
ددغه برید پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې منلې ده.
دغې ډلې ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر یې لومړی جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړې او بیا یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د عکس سرچینه، .
د اګست وروستیو کې د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې د قلعه نجاران سیمې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال برید شوی و. هغه برید کې ۲۸ کسان وژل شوي وو او نژدې ۴۰ ټپیان شوي وو. داعش ډلې ویلي و، هغه برید دوی کړی.
دا اوونۍ ګردېز، غزني، کندهار او بیا پلازمېنه کابل کې خونړیو بريدونو کې د ګڼ شمېر ملکيانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او نژدې درې سوه نور په کې ټپيان شول.








