له غصبوونکو سره د مبارزې لپاره ځانګړې محکمه جوړېږي

ر

د عکس سرچینه، ارګ

    • Author, نورگل شفق
    • دنده, بي بي سي

افغان حکومت د نیول شوو(غصب) ځمکو د لانجو د حل لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

د ولسمشر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د قانون حاکمیت عالي شورا د دغې ځانګړې محکمې د جوړېدو وړاندیز کړی دی:

"د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکې د غصب پدیدې د مخنیوي لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړولو وړاندیز کړی چې په ښه او ګټوره توګه د ځمکې د غصب له عاملانو سره مبارزه وکړي.

افغان ولسمشر په وار وار ویلي چې قانون به پر ټولو یو ډول پلی کیږي او د فساد د مخنيوي لپاره به هڅې ګړندۍ کوي.

په دې ورستیو کې په فساد تورن یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي په علني ډول محاکمه هم شول.

خو پر حکومت تر ټولو لویه نیوکه د ځمکې د غصب او غاصبانو پر ضد د کلک چلند د نشتوالي له کبله کېږي.

د فساد د مخنیوي ملي تګلاره

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د ځمکو غصب د افغان حکومت لپاره لویه ننګونه ده.

په افغانستان کې پر قانون پليو کوونکو بنسټونو دا نيوکې هم شته چې زورواکان د قانون منګولو ته نشي سپارلی او زور يې پر کمزورو بر دی.

خو شاه حسین مرتضوي وايي، د حکومت مشران د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي اراده لري او په دې برخه کې یوه ملي تګلاره جوړېدو ته نږدې شوې ده.

د هغه په خبره، په دغه سند کې پر پنځو اصلونو ډېر ټينګار شوی:

"لومړی، د فساد د مخنيوي لپاره د ملي یو والي حکومت د مشرتابه د ارادې جدي والی دی. دویم، په امنيتي ځواکونو کې د اصلاحاتو راوستلو اصل دی، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مجرمانو د تعقيب اصل يې بل دی، د اداري اصلاحاتو له لارې پر دندو د خلکو د ګومارنې په برخه کې د روڼوالي اصل او د ښه مالي مدیریت اصل په دغه سند کې شامل دي چې په دوو اوونيو کې به نهايي شي".

د ځمکو غصب

ر

د عکس سرچینه، ارګ

د عکس تشریح، د قانون حاکمیت او فساد ضد مبارزې ادارې په وروستۍ غونډه کې د دې محکمې د جوړولو وړاندیز کړی دی.

په افغانستان کې د ځمکې د غصب د څومره والي په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته خو د ازادۍ کور په نوم د یوه نادولتي سازمان د تېرکال د رپوټ له مخې په دغه هېواد کې له یو ميليون دوه سوه زره جريبه ډېره ځمکه غصب شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي زیاتره غصبوونکي زورواکي، جهادي قومندانان، قومي مشران، سیاسي او امنيتي چارواکي او د پارلمان یو شمېر غړي دي.

نړيوالو بنسټونو لکه اروپايي ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي استازولي یا یوناما هم د فساد پر ضد خپلو کنفرانسونو او رپوټونو کې پر افغان حکومت له فساد سره د لا ټينګې مبارزې غږ کړی او دا يې د افغانستان پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه بللې.

پخوا دغه هېواد په فساد کې د ککړو هېوادونو په درېيمه درجه کې و خو د روڼتیا نړيوال سازمان په وروستي کلني رپوټ کې افغانستان اوومې درجې ته راټيټ شوی.

یوناما په تېره اپرېل میاشت کې د فساد پر وړاندې افغان حکومت هڅې وستایلې خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي یاماموتو وویل، فساد د افغانستان په ادارو کې ریښې غځولې او خلک یې پر ادارو بې باوره کړي چې په بشپړ ډول له منځه وړل یې کلونه وخت نيسي.