تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشرف غني د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره کندهار ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یوه لوړپوړي پلاوی سره سويلي ولایت کندهار ته تللی دی. دغه ولایت په وروستیو کې د حکومت د وسله والو مخالفانو د بریدونو شاهد و.
د ولسمشرۍ ماڼۍ نن دوشنبه د اګسټ په ۲۲مه خپره شوې خبرپاڼه کې کاږي، محمد اشرف غني د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت د ارزولو په پار دغه ولایت ته تللی دی.
نوموړي کندهار ولایت ته رسېدو سره سم په هوايي ډګر کې له ځايي چارواکو سره ولیدل او بیا یې د ۲۰۵ اتل قول اردو د وژل شويو سرتېرو پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
افغان ولسمشر پر داسې مهال کندهار ولایت ته سفر وکړ چې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه.
په یاده ستراتېژۍ کې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالفت وښود او ویې ویل، نه غواړي د قدرت داسې خلا را منځته کړي چې ګټه یې ترهګرو ډلو وته ورسي.
ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په اړه کومه شمېره په ډاګه نه کړه خو ویې ویل په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر د دغه هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو وټاکي.