جرمني د افغان کډوالو اجباري ایستل درولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني دولت په رسمي ډول د افغانستان حکومت ته ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو اجباري ایستل یې ځنډولي دي. المان دا پرېکړه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له امله کړې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د المان دولت ددې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی لا له وړاندې له المان نه غوښتي و چې کډوال په زوره بېرته کابل ته ستانه نه کړي.
ددغه وزارت چارواکو همداراز له ټولو اروپایي هېوادونو غوښتي چې د المان په څېر پرېکړه وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، د جرمني دولت دا پرېکړه د افغانستان د امنیتي وضعیت تر ارزولو وروسته کړې ده.
په روان ۲۰۱۷ کال کې جرمني د هغو ۷۲ افغان له خپلې خاورې وایستل، چې د پناه غوښتنې یې رد شوې وې او دوه سوه نور کډوال پخپله خوښه له دې هېواده ووتل.
جرمني په اروپا کې یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر افغان کډوال پکې مېشت دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت چارواکو تر اوسه لا نه ده په ډاګه کړې چې د جرمني دا پرېکړه به تر کله دوام وکړي، خو ښايي دا مسله به نېغ په نېغه د افغانستان پر امنیتي وضعیت پورې تړلې وي.

ښاغلی میاخېل وايي، له نورو ټولواروپايي هېوادونو یې غوښتنه دا ده چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره د افغان کډوالو د پناه اخیستو پر مسلې غور وکړي او د افغان کډوالو د اجباري ایستلو موضوع هم د جرمني په څېر پرېکړه وکړي.
په نړۍ کې له سوریې وروسته د افغانستان ډېر کډوال بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي څو ورځې وړاندې ویلي وو، له کوربه هېوادونو په زور د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ په مهارولو توانېدلي دي.









