سیمه ییز چارواکي: طالبانو سرپل ولایت کې لسګونه ولسي وګړي وژلي

د عکس سرچینه، Saripul Media/FB
د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو د دغه ولایت په میرزا اولنګ سيمه کې لږترلږه ۵۰ ملکي وکړي وژلي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني بي بي سي ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو دغه ملکیان چې په کې ماشومان او ښځې هم شته " په بې رحمۍ"وژلي او کېدی شي د وژل شویو شمېر لوړ شي. لومړۍ شمېره د ۴۰ کسانو شاوخوا وه.
د میرزا اولنګ سیمه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ده چې تېره ورځ طالبانو ونیوله. دغه سیمه د سرپل ولایت د مرکز په شل کیلومترۍ کې ده.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د میرزا اولنګ په سیمه کې د ملکي وګړو د وژلو خبره ردوي او وایي، کله چې یې سیمه ونیوله د ولسي پاڅون کوونکو ۲۸ غړي یې ووژل، وسلې یې ترې واخیستې او مړي یې د هغوی کورنیو ته وسپارل.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د دغه ځي پر اهمیت ټینګار کوي او ویې ویل:"میرزا اولنګ د صیاد امنیتي دروازه ده او صیاد د سرپل امنیتي دروازه ده او دغه ولایت د شمالي ولایتونو امنیتي دروازه ده."
دی وايي د میزا اولنګ د سیمې د بېرته نیولو لپاره یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
چارواکي وايي، ډېر خلک له سیمي کډه شوي او د صیاد ولسوالۍ ته تللي دي.
د سیمي یو اوسېدونکی سید حیات الله وايي، طالبانو د سیمې خلک د تېښتې پر مهال وژلي دي.
تر اوسه هغه شمېرې چې د سرپل والي او عیني شاهدانو ورکړي د کومې بلې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼې کې د سرپل پېښه غندلې، ترسره کوونکي یې "ترهګر مجرمين"بللي او دا کار یې په ښکاره له بشري حقونو سرغړونه او جنګي جرم بللی دی.
د ارګ خبرپاڼه لیکي چې حکومت به دغه پېښه څېړي او ترسره کوونکي به یې د قانون منګولو ته سپاري.
د سرپل ولایت د میرزا اولنګ سیمه داسې مهال د طالبانو لاس ته ولوېده چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږترلږه درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې.








