د کلیو پراختیا وزارت: د تېرکال پرتله دوه برابره سړکونه جوړوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت چارواکي وايي، په ۱۳۹۵ کال کې يې کلیو ته ۴۰۶ کیلومتره غځېدلي سړکونه او تر زرو مترو ډېر پلونه جوړ کړي وو، خو د دغه وزارت وزیر نصیر احمد درانی وايي، سږ کال به دا شمېره دوه برابره کړي.
ښاغلی درانی په روان کال کې د خپلو پروګرامونو په اړه وویل: ''د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت اصلي چاره د کلیو پرمختیا ده چې د افغانستان ۶۰ سلنه سیمه یې کلي او بانډې دي چې د ننني ژوند له اسانتیاوو بې برخې دي. ''
بل خوا، دغه وزارت په پام کې لري چې له څلور زرو کیلومترو ډیر کریړ او جغل شوي سړکونو په سمه توګه وساتي.
افغان حکومت سږ ۲۶۵ میلیون ډالره د کلیو پراختیا وزارت چارو ته ځانګړې کړي چې نن (یکشنبه) یې له خصوصي شرکتونو سره د سړک جوړولو۱۲ تړونونه لاسلیک کړل.
یاد سړکونه به په بغلان، لوګر، پروان، ارزګان، سرپل، خوست، سمنګان، غور او نورستان ولایتونو کې جوړ شي.
که څه هم افغان چارواکي د دغو پروژو د روڼتیا په اړه ډاډ ورکوي، خو یو شمېر کسان شک ښيي، چې ولې د دوی په سیمو کې دغه پروژې نه پلې کېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دغو اندېښنو ته په ځواب کې له رسنیو او مدني ټولنو وغوښتل چې د دوی پروژې وڅاري او د ناقانونه چارو په لیدو سره دې دغه وزارت ته خبر ور کړي.








