تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد اشرف غني د ایراني سیال د لوړې مراسمو ته تللی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نن شنبه اګسټ ۵مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ولسمشر به د ایران د بیا ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو مسلو او اړیکو هم خبرې اترې وکړي.
حسن روحاني به نن شبنه د جولای په پنځمه د ایران په ولسي جرګه کې لوړه وکړي. ویل کېږي ښاغلي روحاني به د لوړې تر مراسمو وروسته د دغه هېواد ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو نوملړ ور وسپاري.
په وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ښاغلی روحاني د دغه هېواد له مذهبي رهبر ایت الله خامنهیي سره د نوې کابینې د غړو پر غوراوي جوړجاړی کړی دی.
د ولسي جرګې غړي محمد صادقي پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، حسن روحاني غواړي ټول وزیران د ښاغلي خامنه يي په خوښه وګوماري. خو د ښاغلي خامنهیی رسنیز دفتر یاد رپوټونه شایعات او د بهرنیو رسنیو کار بللی دی.