تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان پوځ د جاني خېل ولسوالۍ د نیولو خبره کوي
پکتیا کې چارواکي وایي، چې نن سهار څلور بجې یې د دغه ولایت جاني خیل ولسوالي له وسلوالو طالبانو بیرته ونیوله.
د پکتیا امنیه قومندان توریالي عبدیاني په سیمه کې د بي بي سي خبریال احمد شاه ته وویل:
"د جاني خیل ولسوالۍ په مرکز مو تېر شپه عمالیات پیل کړل او سهار په څلورو بجو مو ولسوالي له طالبانو ونیوله اوس افغان امنیتي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای دي".
ده وویل، ځینو سیمو کې چې د ځمکنیو ماینونو خطر دی، د ماین پاکۍ عملیات پکې پیل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم بي بي سي ته وویل، چې افغان ځواکونو دا ولسوالي نیولې ده.
"په جګړه کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو وسلوالو طالبانو ته درنګه مرګ ژوبله اوښتې ده".
خو د وسلوالو طالبانو ویاند دا نه مني چې افغان ځواکونو جاني خیلو ولسوالي له دوی نیولې ده.
ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی وسلوال اوس هم د جاني خیل ولسوالۍ په امنیتي پوستو کې شته.
جاني خیل د مرکز ګردیز په ختیځ کې غرنۍ ولسوالي ده، چې نږدې لس ورځې وړاندې طالبانو ونیوله.
دغه ولسوالي تېر کال هم طالبانو نیولې وه، خو وروسته بیا افغان ځواکونو پرې ولکه وکړه.