کاناډا کې د افغانستان سفیره شینکۍ کړوخېل کابل ته غوښتل شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کاناډا کې د افغانستان سفیره شینکۍ کړوخېل هېواد ته غوښتې ده. بي بي سي ته ویل شوي، چې د 'داخلي مشکلاتو ' له کبله نوموړې بېرته هېواد ته غوښتل شوې ده.
له دې مخکې په رسنیو کې د مېرمن کړوخیل د کار د څرنګوالي په اړه رپوټونه خپاره شوي وو او ویل کېدل، چې ګواکې د افغانستان د سفارت او کاناډايي دیپلوماتیکو سرچینو تر منځ اړیکو کې خنډونه رامنځته شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بي بي سره خبرو کې وویل، په کاناډا کې به د مېرمن کړوخیل د ماموریت په اړه له یو لړ ارزونو وروسته پرېکړه کېږي:
''دا چې دوی به خپل کار ته دوام ورکړي او که به له هغه ځایه ګوښه کېږي، د بهرنیو چارو وزارت رهبري به یې په اړه پرېکړه کوي، ځکه معمول همداسې دی او داسې احتمال هم شته، چې یو پلاوی له افغانستانه کاناډا ته لاړ شي، خو په هر صورت د ستونزو د حل لپاره مېرمن کړوخېل او شارژدافیر کابل ته غوښتل شوي دي ''
مېرمن کړوخېل د افغانستان د ولسي جرګې غړې وه او څه باندې یو کال مخکې یې کاناډا کې د افغانستان د سفیرې په توګه دنده پیل کړه.









