هرات کې د بایسکل ګرمېدونکی بازار

دوچرخه
د عکس تشریح، په هرات کې د باسیکلونو پير او پلور زیات شوی دی.
    • Author, محمد قاضي ‌زاده
    • دنده, بي بي ‌سي، هرات

په هرات کی یو ځل بیا د تیرو څو کلونو پرتله د باسیکلونو د مونتاژ(تړلو) او پلور کچه لوړه شوې ده.

په دې ښار کې اوس د بایسکل داسې په لسګونو پلورنځي شته چې له بهرنیو هېوادنو د باسیکل وسایل راوړي او دلته یې تړي.

د موټرسایکلونو خلاف چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یې د مونتاژ کارځي شته، باسیکلونه په نستبا کوچنیو لسګونو دوکانونو کې خرڅلاو ته تیارېږې.

ځينې بایسکل پلورونکي وایي، چې نهه نوي سلنه پيرودونکي یې د ښوونځیو زدکوونکي دي او پاتې هغه کسان دې چې د سپورت لپاره او یا د ډاکټر په سپارښتنه باسیکل رانیسي.

دوچرخه
د عکس تشریح، د باسیکلونو پورزې له بهر هرات ته راوړل کېږي او دلته سره تړل کېږي.

په هرات کې دوه لسیزې مخکې چینایي بایسکلونه ډیر رواج وو. خو اوس ډول ډول باسیکلونه د نړۍ له مختلفو هېوادونو او په ځانګړې توګه له متحده عربي اماراتو راوړل کېږي.

په هرات کې د بایسکل تړونکي (مونتاژوونکي) وایي چې په عمده ډول په ورځ کې څه باندې پنځوس او په متفرقه شکل په ورځ کې پنځه یا لس بایسکلونه پلوري.

د بایسکلونو ځینې پلورونکي وایي، درې کاله کېږې خلکو یو ځل بیا باسیکل ته مخه کړې.

په هرات کې د بایسکلونو د مونتاژ یا تړلو د یوه لوی مرکز خاوند غلام حضرت وایي چې ډیری پېرودونکي یی ځوانان دي.

"پنځه نوي سلنه د بایسکلونو پيرودونکي د ښوونځیو زدکوونکي دي. اوس ویلی شم چې خلک بایسکل خوښوي. پانګه وال او شتمن بیا جرات نه کوي چې په ښار کې پر بایسکل وګرځي ځکه چې له امنیتي ستونزو وېرېږي. پخوا به چې زه پر بايسکل وتلم یو شمیر کسانو به په ریشخند راته کتل خو اوس داسې نه ده. کله چې پر بایسکل ګرځم یو شمېر کسان مې شاوخوا ټولېږي او وایي دا دې په څو اخیستی؟ له کوم ځای دې راوړی؟ مارک یې څه دی".

دوچرخه
د عکس تشریح، د باسیکلونو ډېری پېرونکي زدکوونکي دي.

دا د هرات د شمال کیسه وه. د زاړه ښار په سویل کې بیا د زړو بایسکلونو بازار تود او له ګڼې ګوڼې ډک وي.

ګل اقا چې په دې بازار کې یې زوړ بایسکل اخستی وایی:

"دا مې خوښ شو. ځکه نه تېل غواړي نه مصرف لري. صحت ته هم ښه دی. څو ځلې ډاکټر ته ولاړم صحت مې ښه نه شو خو بایسکل چې چلوم هرڅه ښه شي. زه تیار یم چې پر دې بایسکل ۱۲۰ کیلومتره تر شینډنډ ولاړ شم".

دوچرخه
د عکس تشریح، باسیکل پلوري وايي، د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ سیکلونه خرڅوي.

په هرات کې د چاپېریال ساتنې ادارې په وار وار د زړو موټرو او ماشینونو د کارولو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ور کړی او له خلکو یی غوښتي چې له بایسکله ګټه واخلي.

خو ښار افقي پراختیا موندلې او ژوند هم چټک شوی. داسې ښکاري چې یو ځل بیا به په براخه کچه د بایسکل دودول ډیر کار غواړي.

دوچرخه
د عکس تشریح، په هرات کې د دویم لاس سیکلونو پېر او پلور هم ډېر شوی.