د سولې عالي شورا: د طالبانو د لیدلوري درناوی کوو

د عکس سرچینه، fb/karimkhalili
- Author, عبید حسام
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د سولې عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر کریم خلیلي وايي، له یوې نوې کړنلارې سره د سولې د خبرو ډګر ته دننه کېږي.
ښاغلي خلیلي نن د دې شورا د عمومي غونډه کې وویل، د سولې خبرې باید د وسلهوالو طالبانو د یو لړ سالمو او ملي نظریاتو په منلو سره، تعقیب شي.
دی وايي:"موږ د سولې په بهیر کې طالبانو ته د تسلېمېدو په سترګه نه ګورو، زموږ کړنلاره د طالبانو تسلیمېدل نه دي. زه باور لرم چې له یوې نوې کړنلارې او لیدلوري سره چې په کې د طالبانو په ګډون چې زموږ جدي مخالفین دي او دا نور چې ډېری کوچني دي، د ټولو خواو غوښتنو ته درناوی وشي".
د نورو د نظرونو اورېدل د ښاغلي خلیلي په باور مهم دی او زیاتوي، "باید د هغوی نظر او غوښتنې مطالعه کړو او د هغوی نظریاتو ته په درناوي سره، د هغوی د یو لړ سالمو او ملي نظرونو په منلو سره، د سولې خبرې تعقیب کړو".
کریم خلیلي زیاته کړه چې سوله د بې معنا امتیاز ورکولو، د قانون له چوکاټه بهر او د اوسنیو لاسته راوړنو د قرباني کولو په معنا هم نه ده.
هغه وايي، د سولې بهیر کې به هېڅ شی له خلکو پټ نه وي او هڅه کوي د دې بهیر د پرمختګ څرنګوالی روڼ وساتي.

د عکس سرچینه، AFP
په همدې موخه نن د سولې عالي شورا د خپل نوي مشر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ عمومي غونډه کې د نوې ستراتیژۍ په مسودې بحثونه وکړل او په پای کې د دې شورا مشر کریم خلیلي دغه ستراتیژي تایید کړه.
د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د ولسمشر سیاسي سلاکار اکرم خپلواک وايي، "په نوې ستراتیژۍ کې د سولې عالي شورا د ټولو هغه عواملو له منځه وړلو لپاره کار کوي چې هغه په ولایاتو او ولسوالیو کې د جنګ لامل شوي دي."
د سولې عالي شورا وايي، دغه ستراتیژي به راتلونکې شنبه له رسنیو او خلکو سره شریکه کړي.
په تېر کې د افغانستان د سولې عالي شورا پر کارونو یو شمېر نیوکې شوي. خو د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي وايي، د سولې شورا په اړه خپور شوی منفي تصویر بدلول لپاره هڅه کوي.
د سولې د عالي شورا نوي مشر زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسولو او د سولې د ټینګولو په برخه کې جدي دی او د سولې د عالي شورا د بېاغیزوالي په اړه به د کمزورو ټکو د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي چې د دې شورا په اړه د خلکو منفي ذهنیت بدل کړي.
د سولې عالي شورا د خپل نوي مشر ټاکل کېدو وروسته په لومړي وار په کابل کې عمومي غونډه جوړه کړه، چې په راتلونکې کې د سولې د بهیر پر څرنګوالي او د نوې ستراتېژۍ پر مسودې په اړه په کې بحثونه وشول.
د افغانستان د سولې د عالي شورا عمومي غونډه، د یو رئیس، پنځو مرستیالانو او ۱۲ ښځو په ګډون، ۵۸ غړي لري.








