تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان په ښوونځیو کې د مضمونونو شمېر را کمېږي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ښوونځیو د نصاب کتابونو ته له سره کتنه کېږي او په پام کې لري چې له ارزونې وروسته به نه یوازې د مضمونونو شمېر راکمېږي بلکې د ځینو کتابونو حجم به هم راکموي.
د افغانستان د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وايي، ښوونځیو کې ډېرو مضمنونو زدکوونکو ته ستونزې راولاړې کړې دي.
اوسمهال د افغانستان ښوونځيو کې ګڼ شمېر مضمونه ښول کېږي. لومړی ټولګی اوه مضمونه او دولسم ټولګی ۱۷ مضمونونه لري.
د افغانستان د پوهنې وازارت وايي، د نصاب بيا ارزونې او د ښوونځيو د مضمونونو شمېر ټاکلو ته يې يو کمېسيون جوړ کړی دی.
د پوهني وزير اسدالله بلخي بي بي سي ته وويل، د دې کمسيون د کار په پای کې به پرېکړه وشي چې کوم مضمونونه ګټور او کوم نه دي: "د اتم ټولګي يو زدکوونکی ۱۵ کتابونه لري. لومړی دا چې ښوونځي ته يې وړل راوړل څومره ګران دي؟ او بله دا چې دا ماشوم کولی شي دغه کتابونه زده کړي."
نوموړی زياتوي "موږ هر کال ۵۰ ميليونه کتابونه چاپوو. که يوه پاڼه ترې لرې شي ۵۰ میليونه پاڼې به مو سپمولې وي".
په تېرو ۱۰ کلونو کې ټولنيز علوم، د ژوند رسم او اخلاق هغه مضومونونه وو چې ښوونيز نصاب ته ورګډ شوي دي، خو د پوهنې وزیر وايي مضمونونه سره ورته دي.
په دې کې د وطنپالنې په نوم هغه کتاب هم له سره ارزول کېږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وينا نصاب کې شامل شوی دی.
د دې وزارت پخوانی مرستيال صديق پتمن هم مني چې په نصاب کې داسې مضمونونه شته چې زدکوونکو ته يې ستونزې را ولاړې کړي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د درسي نصاب کارپوهان نه لري او د کتابونو په چاپ او ارزونه کې د پوهنتون له استادانو مرسته اخلي.
په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان په ښوونيز نصاب کې ډېر بدلون راغلی دی. د بهرنیو پانګوالو په مرسته بېلابېل کتابونه له سره چاپ شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزير وايي پلان لري راتلونکی کال د ۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت ۵۰ ميليونه درسي کتابوبه چاپ کړي چې لګښت يې د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې (يو اېس ای ډي) له خوا ورکول کېږي.
شننونکي وايي د پوهنې وزارت بايد زدکوونکو ته د درس ورکولو په لارو چارو کې بدلون راولي او په دې برخه کې دې د نورو هېوادونو له مثبتو تجربو ګټه واخلي.
تاسې څه نظر لرئ؟ نظر مو را سره په فیسبوک کې شریک کړئ.
عرفات یاسینزی: یوازی په نصاب کې بدلون را وستل د حل لاره نه ده. باید د استادانو ظرفیت هم لوړ شي. که ده کمیت په څنګ کې کیفیت ته هم کتنه وشي ښه به وي.
سادات مريم: ټول صحيح ټکي دي! او معیار باید اوچت کړل شي، دې لپاره طبعا تکړه استادان هم په کار دي! الله دې وکړي چې عملي اقدامات ژر تر ژره پیل شي.
عبدالمنان ستانکزی: له پنځم ټولګي وروسته باید تدریس په انګریزي ژبه وشی ځکه چی انګریزي د علم او ټکنالوژۍ ژبه ده.