کرنې وزارت پر کروندګرو د زعفرانو ۵۰۰ ټنه بوزغلی وېشي

د افغانستان د کرنې وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد په دېرشو ولایتونو کې پنځه سوه ټنه د زعفرانو بوزغلی کروندګرو ته ویشي.

افغان کروندګرو ته د زعفرانو تخم یا بوزغلي ویش لړۍ د دغه هېواد له ولسوالیو پیل شوې چې د چارواکو په وینا دغه لړۍ به دېرشو ولایتونو ته وغځیږي.

د افغانستان د کرنې وزارت د ویاند لطف الله راشد په وینا د پنځه کلنې تګلارې له مخې حکومت هڅه کوي د هغو ولایتونو کروندګرو ته چې پر خپلو ځمکو کوکنار کري د زعفرانو پیاز یا تخم ورکړي:

"د ۱۳۹۶ کال لپاره موږ د ۵۰۰ میټریک ټنه زعفرانو د بوزغلي وېش پلان لرو چې د افغانستان په دېرشو ولایتونو کې به کروندګرو ته وویشل شي."

زعفران هغه بوټی دی چې لږو اوبو ته اړتیا لري او په لږ زیار سره د دوو میاشتو په اوږدو کې حاصل ورکوي چې لوړه بیه هم لري.

خو کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نه شتون د دغې چارې په وړاندې اصلي ننګونه په ګوته کوي:

"زه حاجي عبدالله بارک یم، مخکې د زعفرانو کار ښه وو، خو له یوه کار را په دیخوا یې کار مخ په خرابېدو دی. مخکې یوه کیلو زعفران په ۱۳۰ زره افغانۍ وو، خو اوس اتیا زرو ته راټیټ شوی دی. حکومت باید په بهر کې موږ ته بازار موندنه وکړي، زموږ محصولات د ایران په نوم خرڅیږي،"

د افغانستان د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد په وینا د زعفرانو حاصلاتو د بازار موندنې لپاره هڅې روانې دي او د سیمې ځینې هېوادونو له هغې ډلې چین ژمنه کړې چې د افغانستان زعفران به پیري:

"تېر کال زموږ ستره لاس ته راوړنه دا وه چې د بهرنیو هېوادونو لېوالتیا مو راجلب کړه. د عربي هېوادونو، متحده عربي اماراتو او په ځانګړې توګه د چین ژمنه مو ترلاسه کړه. چې د هغې ژمنې له مخې چین کولای شی هر کال تر سل ټنو زعفران واخلي. په داسې حال کې چې تېر کال زموږ د تولیداتو کچه شپږنیم ټنه وه."

د افغانستان د کرنې وزارت د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې د زعفرانو کروندې له زرو هکټارو دوو زرو هکټارو ته پراخه شوې ده.

د زعفرانو بوټي چې د کوکنارو ځای ناستي بلل کیږي شاوخوا یوه لسیزه مخکې افغان کروندګرو ته وروپېژندل شول.

خو تر اوسه یې د کوکنارو ځای چې په دغه هېواد کې یې کرکیله منع ده نه دی نیولی. خو چارواکي واي دغې موخې ته د رسېدو په موخه یې هڅې روانې دي.