وسله والو ته د ولسمشر غني خبرداری: نور وخت نه لرئ

"سوله زموږ غوښتنه ده خو شرایط زموږ واضع دي. وسله وال کسان چې هر ورځ زموږ ولس د غم په ټغر کینوي روښانه وایم چې تاسې وخت نه لرئ."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر له وسله والو مخالیفونو وغوښتل چې خپله پرېکړه وکړي او که افغانان وی نو له سولې له بهیر سره دې یوځای شئ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د دولت له مخالفو وسله والو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي خو خبرداری یې ورکړ چې مخالفین تردې ډېر فرصت نه لري.

ولسمشر غني چې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته یې په ارګ کې خبرې کولې وویل، مخالفین او د هغوی ملاتړي یوازې دي او د افغانستان حکومت او خلک د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ملاتړ لري.

نوموړي وويل، "سوله زموږ غوښتنه ده خو شرایط زموږ واضع دي. وسله وال کسان چې هر ورځ زموږ ولس د غم په ټغر کېنوي، روښانه وایم چې تاسې وخت نه لرئ. "

ولسمشر له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې خپله پرېکړه وکړي او که افغانان وي نو د سولې له بهیر سره دې یوځای شئ.

له تېرو څو کلونو راهیسې ولسمشر غني او پخواني ولسمشر کرزي پر وسله والو طالبانو د سولې غږ کوي خو طالبانو دغه وړاندیزونه رد کړي او په افغانستان کې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د ویډیو تشریح، ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.

د سږ کال روژه افغانستان کې ترټولو خونړۍ میاشت وه. په کابل او ځینو ولایتونو کې د مخالفو وسله والو بریدونو سلګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله.

څو ورځې وړاندې هلمند کې د طالبانو په یوه برید ۳۰ کسان ووژل شول.

پر مکې د ترهګریز برید پلان

ولسمشر غني د مکې پر جومات برید وغنده او ویې ویل چې د ټولو مسلمانانو او د اسلامي نړۍ دنده ده چې ساتنه یې وکړي. ښاغلي غني دغه برید ته په اشارې وویل، چې "ترهګري پوله" نه لري.

ولسمشر وویل، په دې وروستیو کې یې له یو شمېر خلکو سره سلا مشورې کړې چې ګټورې وې.

هغه وویل، د خلکو په غوښتنه په څو اوونیو کې د کابل ښار لپاره امنیتي او اقتصادي پلانونه اعلان کړي.

ښاغلي غني وویل، د ملي اجماع ترلاسه کولو لپاره په نژدې راتلونکې کې د ټولو ولایتونو له اوسېدونکو سره مشوره کوي.

ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.

کابل کې تر خونړي برید وروسته د اعتراضونو ډېرېدو سره ښاغلي غني د مدني ټولنو له غړو او بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره مشورې پیل کړي.

هغه پرته له دې چې کابل کې اعتراضونو ته اشاره وکړي چې په تاوتریخوالي واوښت او یو شمېر اعتراض کوونکی ووژل شول، وویل، دولت هېڅکله نه شي کولی له خلکو مخ واړوي. هغه وویل، هره ستونزه چې پیدا شي باید د مشورې او تدبیر له لارې حل شي.