تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پکتیا پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ډله ییز برید کې پولیس وژل شوي
په پکتیا ولایت کې ځايي سرچینې وایي، ځانمرګو په ځايي وخت سهار ۶:۳۰ بجۍ په ګردېز ښار کې پر امنیه قومندانۍ برید کړی دی.
ځايي چارواکو بي بي سي ته ويلي په دغه بريد کې ۸ پوليس وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دا برید د پولیسو پر ۳۰۳ سپین غر زون شوی دی.
د ۳۰۳ حوزې قومندان اسدالله شیرزاد بي بي سي ته وویل "اول یو موټر بم د دغه مرکز په دروازه کې چاودنه کړې او وروسته اووه بریدګر دغه مرکز ته ننوتلي دي ".
ویل کېږي د پېښې په لومړیو کې ۴ بریدګر وژل شوي او اوس یوازې یو بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته دی.
له څو ساعته نښتې وروسته ټول بريدګر له پښو وغورځول شول.
په سیمه کې روغتیايي سرچینې وايي، تراوسه ۲۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي ځانګړي افغان ځواکونه د دې برید د پېزوانولو یا مهارولو لپاره د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی او وایي، حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.