تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تخار کې اور ۲۰۰ پلورنځي سوځلي
تخار کې ځايي چارواکي وايي د دغه ولایت مرکز تالقان کې د اور لګېدو له کبله نژدې ۲۰۰ دکانونه او دوه بازارونه سوځېدلي دی. اور د تالقانو ښار د لرګیو پلور بازار کې ولګېد او شاوخوا دکانونو ته خپور شو.
عیني شاهدان وايي، ځايي خلکو له چارواکو سره په اور وژنه کې مرسته وکړه.
د تخار ولایت ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته ویلي، لومړني معلومات ښيي، چې اور یوه حمام کې د ګازو ډبې چاودنې له کبله لګېدلی و. نوموړي ویلي:
اوسمهال معلومه نه ده، چې خلکو ته څومره مالي زیان اوښتی دی، خو له نیکه مرغه د سر زیان نه لرو. د تخار اطفایې و نه شوای کولای په یوازې سر اور ووژني، وروسته له کندوزه د اور وژنې کارکوونکي راغلل او په شریکه وتوانېدو د اور خپرېدو مخه ونیسو. دغو څلورو بازارانو کې نژدې ۲۰۰ دکانونه یا هغه خونې وې، چې خلک په کې اوسېدل.
د افغانستان په بازارونو کې د احتیاطي تدبیرونو لږالي له کبله کله نا کله د اور لګېدلو پېښې کېږي، چې د درنو مالي زیانونو سبب کېږي. تېروو دوو کلونو کې د پلازمېنې کابل په شمول یو شمېر بازارونو کې اور لګېدلی، چې یو ځل یې له ۳۰۰ ډېرې هټۍ وسوځولې.