هغه ملا چې ' بلخ کې یې د روژه خورو' وېښتان پرې کول لېرې شوی

د عکس سرچینه، SOcialmedia
بلخ ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي د حج او اوقافو د ارشاد او جوماتونو ادارې مدیر مولوي محمد عارف وزین یې د سخت چلن له امله له دندې لېرې کړی دی.
تېرو ورځو کې د ښاغلي وزین ځینې عکسونو پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي چې په کې یې د یوه ځوان وېښتان قیچي کول. ویل کېږي ښاغلي وزین د دغه کس وېښتان د دې لپاره پرې کول چې روژه یې نه وه.
ښاغلی وزین په دې هم تورن دی چې مزارشریف کې یې د یو شمېر پلورونکو خوراکي توکي اړولي دي.
د بلخ ولایت د حج او اوقافو مشر محمود دانشجو وايي ښاغلی وزین چې منکراتو سره د مبارزې د کمیسیون مشر هم و، د دې لپاره له دندې ګوښه شوی چې له خلکو سره یې زیږ چلن کاوه.
د ښاغلي دانشجو په وینا، د مزارشریف په ښار کې له پلورونکو سره چلن او د خلکو د وېښتانو پرې کول " زموږ له دینې روحیې سره اړخ نه لګوي."

د عکس سرچینه، Socialmedia
دا په داسې حال کې ده چې مولوی عارف وزین رسنیو ته ویلي، ده داسې خلک نیولي چې په ښکاره یې روژه خوړله.
دی وايي: " ځوانان د چرګ د تاج په شان عجیب او غریب وېښتان پرېږدي. دا ټول زموږ له دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. موږ له هغو کسانو سره مبارزه کوو چې زموږ د دیني ارزښتونو پر خلاف دي."
د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد بي بي سي ته وویل چې دوی به د رپوټو په اړه څېړنې کړي.








