تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شاهین قول اردو قومندان او لسګوني افسران یې په حبس محکوم شول
افغانستان کې یوې پوځي محکمې د افغان پوځ په لسګونو افسران او سرتېري پر شاهین قول اردو د برید په تړاو محاکمه کړل.
د دغې محکمې د پرېکړې پر بنسټ د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان تورن جنرال مومند کټوازی او رییس ارکان برید جنرال عبدالروف محتاج په یو کال حبس محکوم شول.
پر شاهین قول اردو برید کې څه باندې ۱۳۵ سرتېري ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول.
بریدګر د ملي اردو رېنجرو او د سرتېرو په یونیفورم کې قول اردو ته ورغلي ول، تر دوو تلاشیو تېر شوي ول خو په درېیمه کې یې تر پېژندل کېدا وروسته برید پیل کړی و. بریدګر لس کسان ول.
د برید مسولیت بیا وسله والو طالبانو ومانه.
دوی پر خواله رسنیو د هغو بریدګرو یو ډله ییز انځور خپور کړ، چې د افغان پوځ جامې یې اغوستې وې او په وسلو سمبال ښکارېدل.
تر دغه برید وروسته، د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفاوې وکړې، خو له استعفاوو دوې ورځې وروسته په اردن او قزاقستان کې د افغانستان سفیران وټاکل شول.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، لومړی د دفاع وزارت افغان امنیتي او عدلي ارګانونو د تورنجنرال کټوازي او نورو افسرانو دوسیې وارزولې او بیا د محکمې حکم صادر شو.
پوځي محکمې یو شمېر نورو افسرانو او سرتېرو ته تنفیذي حبس ورکړ او اته کسانو برائت ترلاسه کړ.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید د څېړنې لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی و، چې بلخ کې په څېړنو بوخت ول.
له برید وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته ولاړ او د پېښې له ټپیانو سره یې وکتل.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.