تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
م م د کابل مظاهرو په تړاو: نور تاوتریخوالی ستونزه نه اواروي
په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړی دفتر یا نوناما وايي، په کابل کې لاریونوال او هغه کسان چې د مظاره چیانو د خوندیتوب دنده لري، دواړه ته پکار دي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.
دې ادارې د یوه بیان په خپرولو سره د کابل ښار د جمعې ورځې په مظاهرو کې پر تاوتریخوالي خواشیني ښودلې.
یوناما د افغان حکومت د دې ارادې هرکلی کړي، چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې د برید( د ولس ضد جنایت) د عاملانو د تعقیبولو ژمنه او د مظاهره چیانو سره د لیدلو د ارادې یې کړې ده.
په بیان کې د افغانستان لپآره د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي، د چهارشنبې ورځې موتر بم چاودنه کې د خپلوانو او ملګرو د له لاسه ور کولو لپاره د مظاهره چیانو "سپېڅلې غوسه" درکوي، خو "نور تاوتریخوالی هیڅ ستونزه نه اواروي".
ښاغلي یاماموتو په خبرپاڼه کې له هغو کسانو هم غوښتنه کړې چې خاموش شي، "څوک چې د وضعیت د نور بې ثباته کولو او ولسي وګړو د لا نور زیانمنولو لپاره له دې احساس ډکو شینو به ناوړه کار اخلي".
له دې مخکې د بښنې نړیوالې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغان حکومت وغوښتل چې پر مظاهره چیانو د جمعې ورځې ډزې کوونکي وپېژني او محاکمه یې کړي.
چارواکي وايي، په دغو تاوتریخجنو مظاهرو کې پنځ لاریون وال وژل شوي او تر ۲۰ پورې ټپي شوي دي.
افغان چارواکي دا هم وايي، چې د مظاهره چیانو په منځ کې داسې کسان هم و چې وسلې ور سره وې.
که څه هم د کابل ګارنېزیون مشر ګل نبي احمدزي له ښاریانو غوښتي چې له مظاهرو ډډه وکړي، خو د تېرې ورځې د لاریونوالو ځینې استازي وايي، د شنبې په ورځ به هم اعتراض وکړي.