تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نورستان کې اور "څو هیکتاره" ځنګل سوځولی
د نورستان ځنګله کې د لګېدلي اور لمبې د سې شنبې تر ماښامه بلې وې. ځايي چارواکو ویلي 'د نورستان درې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي'د دغه اور له کبله تر اوسه څو هیکتاره ځنګل سوځېدلي دي.
د سیمې اوسېدونکي هڅه کوي د اور لمبې ووژنې. ځايي چارواکي وايي د درېیو کلیو اوسېدونکي د اور وژنې لپاره ورغلي، خو په وینا یې د چټکو بادونو له کبله د اور وژنه د ځايي خلکو له وسه بهر ښکاري.
اور د نورګرام سیمې ځنګه کې لګېدلی دی، چې له لویې لارې ۱۵ کیلومتره لرې پرته سیمه ده او د اور لګېدو ځای ته د ګاډي تلو لاره نه شته. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په دې اړه بي بي سي ته ویلي:
''تر اوسه نژدې دوه کیلومتره ځنګل دغه اور لاندې کړی دی او که مخه یې و نه نیول شي، ښايي تر څلور پنځه کیلومترو پورې ځنګل لاندې کړي. ''
ویل کېږي هغه ځنګل چې اور په کې لګېدلی د څېړیو تر څنګ د ځنغوزیو او پیستو ونې هم شته. ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د هوا له لارې باید د اور وژنې هڅې وشي.
د اورلګېدنې سیمه د نورګرام ولسوالۍ له مرکزه نژدې ۳۰ کیلومتره لرې ښوول کېږي.
چارواکي وايي، افغانستان په اوسمهال کې هغسې الوتکې نه لري، چې په مرسته یې یې د ځنګه اور ووژل شي.
دم ګړۍ د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی، خو چارواکي وايي کېدای شي شپنو په ځنګله کې اور بل کړی وي، چې وروسته د خځلو له لارې ونو ته رسېدلی وي.