تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وېش دروازه له اوږد ځنډ وروسته پرانيستل شوه
د کندهار د سپین بولدک او چمن تر منځ د وېش دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره له اوږده ځنډ وروسته پرانیستل شوه.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وایې، چي دغه دروازه یې د روژې د درناوي او افغان حکومت په غوښتنه بېرته پرانیستي ده.
دغه دروازه شاوخوا ۲۲ ورځی وړاندي د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ پر ډیورند کرښه تر نښتي وروسته وتړل شوه.
د دواړو خواوو ولسي وګړو او ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه، خو اوسه هلته اوربند دی.
د وېش دروازې دواړو غاړو ته تلونکي او راتلونکي وګړي او سوداګر د دروازې پر پرانيستلو خوشاله دي.
افغان حکومت هم د وېش دروازې د بیا پرانیستلو پخلی کړی، خو دا یې نه دي ویلي چي د کومو شرطونو پر بنسټ دغه دروازه پرانیستل شوی ده.
وړاندي د پاکستان حکومت افغان لوري ته ویلي وه، چي دغه دروازه به په دې شرط بیرته پرانیزي، چي دوي به د ډيورند پر کرښه پراته جهانګیر او لقمان کلي کي سر شمېرنه کوي.