د ناټو لا ډېر پوځیان به د افغانستان ستونزه هواره کړي؟

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي

د ناټو په سر مشریزه کې چې نن(پنجشنبه) د بلجیم په برسلز کې پیل شوه په نړیوالو امنیتي ګواښونو او د هغې د مخنیوي په لارو چارو او همدارنګه د افغانستان پر کړکېچ خبرې کېږي. د افغانستان کړکېچ دغې ناستې کې د ناټو د مشرانو د خبرو اترو یوه برخه ده.

د ناټو اتحاد ځواکونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ځای په ځای دي چې له ۱۰٫۰۰۰ زیات پوځیان يې د امریکا د متحده ایالتونو په مشرۍ افغانستان کې هم د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د خبري اژانس د یوې څیړنې پر بنسټ واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو وروسته افغانستان کې امریکايي ځواکونو له ۲۰۱۲ کال نه راهیسې يوې میاشت کې د وسله والو پرضد په لومړي ځل تر ټولو زیات هوایي ځواک کارولی دی.

د ناټو دا سرمشریزه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان کې ددې اتحاد پوځي قوماندانانو دې هېواد ته د نورو بهرنېو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده، خو د پوځي چارو ځیني کارپوهان په دې اند دي چې جګړې کې د ښکېلتیا په تړاو د بهرنیو ځواکونو په ستراتېژۍ کې چې بدلون را نه شي، د پوځیانو زیاتول هېڅ اغېز نه شي درلودی.

په افغانستان کې د شمالي اټلانټیک د تړون یا ناټو پوځونه تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت پرمخ وړي، خو دې سره په خوا کې یوه برخه امریکايي پوځیان د وسله والو پرضد په جګړه ییزه عملیاتو کې هم برخه لري

د همدې عملیاتو په ترڅ کې امریکایانو په لومړي ځل تر ټولو لوی بم چې د بمونو مور په نوم یادېږي په ننګرهار کې د داعش پرضد وکاروه.

د بی بی سي د دفاعي چارو خبریال جانتن مارکس وايي ناټو د روزنې ماموریت پرمخ وړلو لپاره نورو پوځیانو ته اړتیا لري.

ښاغلی مارکس وايي: " ترکومه چې امریکایانو پورې اړه لري افغانستان کې دوه ماموریته پرمخ وړي، یو ددې اصلي ماموریت یعنې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده. دا د ناټو د چتر لاندې کېږي چې د ناټو نور غړي هېوادونه هم په کې برخه لري، چې دا د بېلابېلو علتونو له امله یو څو زره نورو پوځیانو ته اړتیا لري. دویم ماموریت چې په پرتله ییز ډول وړوکی دی هغه د داعش ډلې پرضد د امریکایي ځواکونو جګړه ییز عملیات دي".

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان افغان جګړې کې د هغه په وینا په ټپه ولاړ حالت ته پای ورکولو لپاره د نورو بهرنېو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

که افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل تاییدېږي ایا ددې احتمال شته چې د بهرنېو ځواکونوو د ماموریت او ښکلېتیا په بڼه کې به هم بدلون راشي؟ په دې اره جانتن مارکس وايي: "نه، زه فکر نه کوم، دا نوی ځواکونه به په اصولو کې د روزنې چارې پرمخ وړي، خو د تېر پرتله په ښه ډول. او د روان ماموریت په بڼې ډول کې به بدلون نه راځي."

تر دې وړاندې هم د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ هم افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې، خو د پوځي چارو یو شمېر افغان شنونکي په دې اند دي ترهغې چې د جګړې په تړاو د بهرنېو ځواکونو ستراتېژي بدله نه شي د پوځیانو زیاتول به اغېز ونلري.

په افغانستان کې د ناټو پخواني سلاکارامین الله حبیبي وايي: " اوسنۍ کړنلاره کار نه کوي. ناټو باید عملاً له افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې برخه واخلي."

د ښاغلي حبیبي په وینا د ستراتیژۍ له بدلونه پرته یوازې د سرتېرو ډېرول د افغانستان امنیتي ستونزې سره مرسته نه شي کولی.

په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو په کُندز کې افغان پوځ سره د طالبانو پرضد عملیاتو کې د افغان حکومت په وینا د ملاتړ تر کچې برخه درلوده، خو ترکومه چې جګړییزو عملیاتو کې د بهرنیو پوځيانو پراخ ګډون او یاهم په دې لړ کې د هغوي اوسنۍ ستراتېژۍ کې د بدلون پورې تړاو لري

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هېواد کې دننه نه بلکې نړیوال باید بهر څخه د وسله والو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي او په دې برخه کې خپلې ستراتېژۍ ته له سره وګوري.

د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري بي بي سي ته وويل: " د ترهګرو ځالې له افغانستانه د باندې دي او نړیواله ټولنه باید پر هغو کړیو فشار راوړي چې په خپل هېواد کې یې ساتي، وسلې ورکوي، ملاتړ یې کوي، تداوي او درملنه یې کوي"

ښاغلی وزیري وايي: "جګړه به هغه مهال افغانستان کې پای ومومي چې بهرني ځواکونه خپله ستراتیژي بدله کړي او افغانستان ته د ترهګرو د راتلو مخه ونیسي."

د ناټو د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په ۵۷ سلنه خاوره افغان حکومت کنترول لري او پاتې سیمې د وسله والو د مخامخ کنترول یا هم اغیز لاندې دی.

د پسرلي راتګ سره د افغانستان بېلابېلو برخو کې د حکومت او وسله والو ترمنځ جګړه نوره هم تونده شوې ده او دا احتمال یې زیات کړي دی چې د افغانستان بېلابیلې سيمې به راتلونکو څو میاشتې کې د سختوجګړو شاهدې وي.